د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کمعمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ «کافا» سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د تاجکستان له لوبډلې سره لوبه کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، د هېواد له ۱۷ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ «کافا» سیالیو په لړ کې نن د تاجکستان له لوبډلې سره لوبه کوي.
سرچینې لیکلي، یاده سیالي د افغانستان په وخت د مازدیګر په پنځو بجو د اوزبېکستان په پلازمېنې تاشکند کې ترسره کېږي.
افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د ترکمنستان لوبډلې ته بایللې ده.
د مرکزي اسیا د ۱۷ کلنو کمعمره لوبغاړو د اتلولۍ (کافا) سیالۍ د اوزبېکستان په کوربهتوب روانې دي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون، د ایران، اوزبېکستان، تاجکستان، قرغزستان او د ترکمنستان د فوټبال لوبډلې برخه لري.
د یادونې ده چې افغان لوبډلې تېر کال د دغو سیالیو اتلولي ګتلې وه.
Views: 1