غزني کې يو شمېر فرهنګيان وايي، په دغه ولایت کې سلګونه تاریخي ابدې شته او هغه ابدې چې تر اوسه د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ثبت نه دي، د ویجاړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د هغوی په خبره، هغه تاریخي ابدې چې د ثبت له مرحلې پاتې دي، یا نیمه تخریب شوې، یا نړېدلې او یا هم د نړېدو له ګواښ سره مخ دي چې د رغونې او استحکام لپاره یې باید جدي اقدامات وشي.

د فرهنګیانو له ډلې یوه لیکوال اغامحمد خوشه‌زاده وايي، په غزني کې له دوو سوو ډېرې تاریخي ابدې شته، خو یوازې شاوخوا ۵۰ یې د اطلاعاتو او کلتور له ریاست سره ثبت او راجستر دي.

هغه زیاتوي: «د غزني هرې برخې ته که وګورې نو د خلکو له ویاړه ډک تاریخ او فرهنګي نښې پکې لېدل کېږي، خو دا اثار د له منځه تلو په حال کې دي چې مرکزي حکومت یې باید د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.»

د غزني یو بل فرهنګي او لیکوال ضیا‌ء روان وايي، هغه سیمې او تاریخي ابدې چې د ثبت له مرحلې پاتې دي، که د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ثبت او راجستر شي نو پاملرنه به ورته ډېره شي.

نوموړی زیاتوي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین دې د ملموس او غيرملموسو فرهنګي میراثونو ساتنې ته ډېره پاملرنه وکړي رڅو د هغو فرهنګي اثارو ساتنه وشي چې د یو ملت ملي، فرهنګي او تاریخي هویت په ګوته کوي.

دوی د حکومت ترڅنګ له نړېوالو فرهنګي بنسټونو، په ځانګړې توګه د یونسکو له سازمانه هم غوښتنه کوي چې فرهنګي ابدو رغونې په برخه کې دې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

بلخوا، د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار وایي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر او فرهنګي معینانو په دوو جلا سفرونو کې له دوی سره ژمنې کړې چې هڅه کوي هغه تاریخي ودانۍ او کلاوې چې د تاریخې میراثونو ساتنې له قانون سره برابرې وي، د تاریخي ابدو په لېست کې به یې ثبت او شاملې کړي.

د معلوماتو له مخې، د غزني مرکز سربېره په یو شمېر ولسوالیو کې تاریخي کلاوې لکه د ازادخان افغان کلا، په خواجه عمري کې د حبیب‌الله خان کلا، عشرت کلا، برګېټ کلا، اب‌بند کې د محمودخان کلا، مقر کې د نایب سالار کلا، قره‌باغ کې د نای کلا، خپله د جغتو ولسوالۍ کلا او داسې نورې کلاوې د یادولو وړ دي چې باید د تاریخي میراثونو په ډله کې راشي.

دا په داسې حال کې چې غزني د هېواد یو له لرغونو او تاریخي ولایتونو دی؛ تر ۲۰۰ ډېرې تاریخي ابدې لري، په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د یونیسکو له خوا د اسلامي نړۍ د تمدن مرکز یا پلازمېني په توګه پېژندل شوی او په هغه وخت کې یې ځیني زیارتونه او تاریخي ابدې بیارغول شوې چې هغه هم د وخت په تېرېدو سره یو ځل بیا د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

Views: 23