د دوحې تړون نیمګړی تطبیق د افغانستان پر جمهوریت او سولې کودتا وه

مې 18, 2025

د افغانستان د شخړو د سوله‌يیز حل او ملي پخلاینې په موخه، د مې په ۱۷مه، د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د یو شمېر سیاسي شخصیتونو او مدني ټولنو په ګډون یوه ګډه مشورتي ناسته ترسره شوه.

یاده ناسته د افغانانو تر منځ د ګډې مشورتي کمېټې له لوري جوړه شوې وه، چې په کې ټینګار وشو چې د افغانستان د ثبات او تلپاتې سولې یوازینۍ لاره د دوحې د تړون بشپړ او هر اړخیز تطبیق دی.

ګډونوالو وویل چې د دوحې په مذاکراتو کې تر ټولو مهم اصل بین‌الافغاني توافق و، خو له بده مرغه دغه تړون د افغانانو د مختلفو اړخونو ترمنځ له اجماع پرته، یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو. د دې نیمګړي تړون پایله د جمهوریت سقوط او افغانستان طالبانو ته سپارل و، چې ګډونوال یې یوه ښکاره سیاسي کودتا ګڼي.

په غونډه کې د اروپا له بېلابېلو هېوادونو لکه بلجیم، جرمني، فرانسه، اتریش او هالنډ څخه ګڼ افغانان حاضر وو.

د غونډې په پای کې د غونډې پرېکړه‌لیک د سید حضرت له لوري ولوستل شو او د غونډې د ګډونوالو له لورې تاید شو.

Views: 3