د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو په هاوايي ټاپو کې په تېرو درېیو اونیو کې د طبیعي اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۸۸ کسان مړه یا هم نادرکه شوي دي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د هاوایي چارواکو د ۳۸۸ کسانو نوملړ اعلان کړی چې د دوی په وینا، په دغه ټاپو کې د پراخې اورلګېدنې له امله مړه یا ورک شوي دي.
د چارواکو د اعلان له مخې، د اور او ډېرې تودوخې له امله د ځینو نادرکو کسانو جسدونه پر ایرو بدل شوي او ښايي ډېر یې ونه پېژندل شي.
هغوی خبرداری ورکړی چې د اورلګېدنې له امله د قطعي مړه شوو کسانو شمېر به چې ۱۱۵ کسانو ته رسېږي، د پام وړ لوړ شي.
د یادونې ده، دې طبیعي اورلګېدنې چې د روان کال د اګسټ په ۸مه پیل شوې وه او اوس مهار شوې، د دغو سیمو اوسېدونکو ته پراخ زیانونه اړولي دي.
د دې اورلګېدنې لامل اقلیمي بدلونونه او د تودوخې درجې لوړېدل ښودل شوي دي.
Views: 12