«غاټول» ادبي او فرهنګي خپرونه کې له مسکا سنګر نیازۍ سره خبرې اترې

مې 16, 2025

«غاټول» د شېرینه محمدي په کوربه‌توب د وصال ټلوېزیون نوې ادبي او فرهنګي خپرونه ده چې پیل مو یې د ښار له شورماشور او سرګردانۍ لرې د کاناډا د نیاګرا اېن‌‌ډي‌لېک په زړه‌راښکونکي طبیعت کې د ټیولېپ له فیسټیواله کړی دی.

د ټیولېپ فیسټیوال کې درې میلیون بېلابېل ډول ګلونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

د «غاټول» خپرونې مېلمنه خبریاله او شاعره مسکا سنګر نیازۍ ده؛ په دې ځانګړې خپرونه کې مو له نوموړې سره د طبیعت د ښکلاوو، د ګلونو د بڼو او د هغو ټپو او شعرونو په اړه چې د ګلانو وصف په‌کې راغلی، خبرې او کیسې کړې دي.

بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل وګورئ!

Views: 5