کاناډاکې د خپلې کورنۍ له غړو سره د یوځای کېدو لارې چارې

عصمت تره‌کي
اگست 29, 2023

د موضوع پېژندنه:

په کاناډا کې له مېشتو افغانانو سره یې د کورنیو يوځای کېدل د هغوی د ژوند مهمه برخه ده. په دغه جامع لارښود کې تاسو ته په دې اړه مفصل معلومات او لارښوونې را اخېستل شوې دي او لوستل يې په کاناډا کې د مېشتو افغانانو لپاره مهم دي څو په برياليتوب او موثريت سره خپلې کورنۍ له ځان سره یوځای کړي.

له کورنيو سره د يوځای کېدو پروسه څو کټګورۍ لري چې لاندې يې مفصله يادونه شوې ده:

د  (OYW)One-Year Window of Opportunity Provision پروګرام

که چېرې کاناډا ته له راتګ څخه مو يو کال تېر شوي نه وي او د کورنۍ لومړۍ درجه غړي مو له ځان سره نه وي راوستي، نو د OYW  پروګرام له لارې يې کاناډا ته راغوښتلی شئ. تاسو  باید  د یو کال په دوران کې چې کاناډا کې اوسئ، د خپلې کورنۍ لومړی درجه غړو لپاره غوښتليک سپارلی وي. په OYW  غوښتنليکونو کې لاندې درې ډوله اشخاص دخالت لري:

۱- دايمي استوګنې لرونکي کسان (Permanent resident): دايمي استوګنې لرونکی هغه شخص ته ویل کېږي چې له وړاندې کاناډا ته راغلی وي او اوس د خپلو کورنۍ د غړو لپاره چې له کاناډا څخه بهر وي، غوښتنليک سپاري، تر څو ورسره يوځای شي.

۲- اصلي غوښتنليک سپارونکی (Principal applicant): دغه ډول شخص د کورنۍ له غړو څخه هغه غوښتنليک سپارونکی دی چې دايمي استوګنه نه لري او له کاناډا څخه بهر اوسېږي او د OYW  پروګرام له لارې د دايمي استوګنې لپاره غوښتنليک سپاري. اصلي غوښتنليک سپارونکو کې د دايمي استوګن لرونکو خاوند/میرمن، common-law partner او د هغوی ماشومان شامل دي.

خاوند/ میرمن یا عمومي حقوقو شريک (common-law partner): د دې لپاره چې په دې برخه کې مو د غوښتنليک پروسه په برياليتوب سره سرته رسیدلي وي، دغه ډول اړيکو کې باید IRPA معيارونه په پام کې ونیول شي. يعنی د ژوند دغه شريکان (دايمي استوګن لرونکی شخص او اصلي غوښتنليک سپارونکی) له یوبل سره واده کړي وي او يا هم د بيلېدو وړاندې حداقل يو کال له يو بل سره اوسیدلي وي. سربېره پر دې، د غوښتنليک پرمهال د دوی تر منځ اړيکه هم باید د bona fide relationship (اصلي اړيکه) وي او تر هغه وخته پورې دغه اړیکه د دوی تر منځ برقراره وي څو د غوښتنليک اړوند تصمیم ونیول شي.

ماشومان: په دې کې د دايمي استوګن لرونکو اشخاصو اولادونه شامل دي او عمر يې باید له ۲۲ کلونو کم وي او واده يې نه وي کړی او يا هم Common law پارټنر ونه لري. يا هم هغه ماشومان شامل دي چې عمر يې ۲۲ کاله يا له دې ډېر وي خو د فزيکي يا ذهني معذوريتونو له امله د کار او خپل ځان مالي حمايې توان ونه لري.

۳- په اصلي غوښتنليک سپارونکي پورې تړلی شخص (Dependent of the principal applicant): په اصلي غوښتنليک سپارونکي پورې تړلی شخص هغه چاته ویل کېږي چې د IRCC له تعريف سره سم د اصلي غوښتنليک سپارونکي له خپلوانو څخه وي. په دوی کې لاندې خپلوان شامل دي:

د OYW لپاره غوښتنليک سپارونکي په خپله د کډوالو له ډلې نه ګڼل کېږي او د هغه قرابت له مخې چې کاناډا کې د دايمي استوګنو سره يې لري، د دايمي استوګنې ويزې ورته ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې د OYW پروګرام د Quebec ايالت څخه پرته د ټولو ايالتونو لپاره د عملي کېدو وړ دی او د دې پروګرام په وسیله اړتيا نلرئ چې کورنۍ لومړۍ درجه او مهم غړي مو مالي سپانسر کړئ.

کورنۍ طبقه (Family class)

په دې کټګورۍ کې د دايمي استوګنې لرونکي شخص کولی شي چې د خپلې کورنۍ غړي کاناډا ته راوغواړي او سپانسر يې کړي. په دې صورت کې باید د کورۍ غړو سپانسر تر معلومې نيټې پورې په غاړه واخلئ څو هغوی ټولنیزو مرستو ته اړ نشي. په دې پروګرام کې هم خاوند او میرمن يا ژوند شريک او وابسته ماشوم تر ټولو ډېر لومړيتوب لري. په دې پروګرام کې د توافقي ماشومانو (چې سرپرستي يې اصلي والدينو پرځای بل څوک کوي) او يتيم ماشومانو سپانسرشيپ هم شامل دی چې لاندې يې يادونه شوې. د فاميلي کلاس په اړه مفصل معلومات او دې پروسې اړوند فورمونو موندلو لپاره دې لېنک ته مراجعه کولی شئ:

Family class: The application process – Canada.ca

د والدینو، نيا او یا نيکه راغوښتل:

د کاناډا سوپر ويزه (Super Visa) یوه ځانګړې وېزه ده چې په وسیله يې ستاسو والدین، نيا او یا نيکه له تاسو سره یوځای کېدلی شي. د دې ويزې په وسیله تر لسو کلونو پورې څو څو ځله کاناډا ته داخلیدلی او په يوځل ننوتو تر پنځو کلونو پورې درسره پاتې کيدلای هم شي. که چېرې غواړئ چې والدین،  نيکه او یا نیا مو د شپږو میاشو او یا تر دې کم وخت لپاره درسره پاتې شي، نو ویزيټور ويزه هم غوره افشن دی. د سوپر ويزې لپاره بايد ځينې معيارونه ستاسو د والدینو، نيکه او يا نيا له لورې پوره شوي وي، دغه معیارونه په لاندې ډول دي:

  • کاناډا کې مېشت دايمي استوګن شخص مو زوی يا لمسی وي.
  • د اولاد يا لمسي له لورې را استول شوی بلنیک مو لاسلیک کړي وي.
  • د کاناډا د يوې شخصي روغتيايي بيمې کمپنۍ يو ثبوت درسره وي.

د دې تر څنګ لاندې څو معيارونه هم باید پوره کړئ:

  • له کاناډا بهر سوپر ويزې لپاره باید اپلای وکړئ.
  • له کاناډا بهر يې ويزه پرېنټ شوي وي.
  • باید کاناډا ته په ننوتو کې کوم قانوني خنډ ونه لري.
  • باید له ننوتو وړاندې صحي ازموينه ورکړئ.
  • ځينې نور ځانګړي معيارونه پوره کړئ.

د دې ويزې د غوښتنليک لپاره دغه لېنک کارولی شئ:

Super visa (for parents and grandparents): How to apply – Canada.ca

په ځانګړو شرایطو کې ځينې نور خپلوان لکه خويندې او وروڼه، ورېرونه، خورېیان او لمسیان هم سپانسر کيدلی شي. په لاندې حالتونو او شرایطو کې دغه ډول کسان سپانسرولی شئ:

  • تاسو باید له پورته یادو خپلوانو سره د وينې يا توافقي رشته ولرئ.
  • باید د دوی مور او پلار دواړه وفات شوي وي.
  • عهمر یې باید له ۱۸ کلنۍ ښکته وي.
  • باید مجرد وي.

پورتني اشخاص (خويندې او وروڼه، ورېرونه، خورېیان او لمسیان) په لاندې حالتونو کې نشئ سپانسرولی:

  • که له والدینو څخه يې يو لا هم ژوندی وي.
  • والدین يې نادرکه وي او د مړينې کره ثبوت يې نه وي.
  • والدینو يې پرې ايښي وي.
  • که چېرې يې بل چا سرپرستي په غاړه اخيستي وي او له والدینو څخه يې هم دواړه يا يو ژوندی وي.
  • والدین يې زنداني يا توقیف شوي وي.

هره کټګوري ځانته خپل شرایط او باريکۍ لري چې د سپانسرشيپ په بريا کې اغېز لرلی شي. په دې شرایطو او باريکيو باندې په پوهېدو سره د غوښتنليک بريالي کېدل تضمينېدلی او د کورنيو بيا يوځای کېدنه ورسره تحقق موندلی شي. سپانسر کوونکو ته سپارښتنه کېږي چې د دې کټګوريو د پيچلتياوو، معقولې تصميم نیونې او غوښتنليک سپارلو لپاره د تخصصي مشورې په لټه کې شي.

لومړی پړاو: اړین شرایط: د کورنيو او خپلوانو د بيا يوځای کېدو بهير تر پيلولو مخکې اړينه ده چې سپانسروونکي او سپانسرېدونکې کورنۍ او خپلوان پر شرایطو برابر وي. د سپانسروونکي په توګه مو باید لاندې معیارونه پوره کړي وي:

  • لږ تر لږه ۱۸ کاله عمر ولرئ.
  • کاناډايي تابعيت يا دايمي استوګنې اسناد ولرئ.
  • باید کاناډا کې مېشت و اوسئ.
  • باید مالي ثبات مو په هغه کچه وي چې راغوښتل شوي د کورنۍ غړي حمایه کړلای شئ.

ستاسو له لورې د غوښتنليک په پروسې کې پورتني شرایط ارزول کېږي. د مالي ثبات په برخه کې د عوایدو مالیه، ګمارنې ليکونه (employment letters) يا بانکي بيانيې (bank statements) ثبوت کېدلای شي. د دغو شرایطو په پوره کولو سره ستاسو د غوښتنليک بريا تضمينېدلی شي.

همدارنګه د کورنۍ راغوښتل شوي او سپانسر شوي غړي بايد له ځينو معايناتو تېر شي چې  طبي، جنايي او امنيتي معاينات پکې شامل دي. په هغه صورت کې چې د کورنۍ پر کوم غړي مو جنايي جرم ترسره کول، بشري حقوقو نقض او يا د امنيتي تهديداتو رامنځته کولو کوم مورد ثابت شي، د کاناډا دولت له لورې له ردېدو سره مخ کېدلی شي. د دې معايناتو او ارزونو موخه د کاناډایانو خوندیتوب او امنیت ساتل او د کډوالۍ سیسټم د بشپړتیا ساتل دي.

يادونه: د دې لپاره چې د لازمو شرایطو په برخه کې له ټولو معيارونو څخه ډاډمن او ورباندې پوه شئ، له اړونده متخصص څخه مشورې او لارښونې واخلئ. همدارنګه د مهاجرت پرمهال د نورو ننګونو په اړه هم له اړوند متخصص څخه ګټورې مشورې او سپارښتنې ترلاسه کولی شئ.

دویم پړاو: د سپانسرشيپ غوښتنليک: په دې غوښتنليک کې دوې پروسې شاملې دي:

۱) د سپانسرشيپ لپاره يو هغه غوښتنليک دی چې د سپانسروونکي په شرایطو پوره والی پکې تصديق شوی وي.

۲)  د سپانسرېدونکي شخص له لورې باید د دايمي استوګنې غوښتنليک بشپړ شوي وي. دواړې فورمې بايد په دقیقه توګه بشپړې شوي او ورسره ټول اړين مدارک ضميمه شوي وي. افغان کډوال چې له انګليسي يا فرانسوي ژبو پرته اسناد ولري، باید ژباړل شوي، تصديق شوي او کاپي يې هم له اصلي سره ضميمه شوې وي. له دې څخه څرګندېږي چې د ارزونې مديران په دقیقه توګه چمتو شوي معلومات ارزوي.

د دې لپاره چې د سپانسرشيپ بريالۍ پروسه ولرئ، نو دقیق او مفصل غوښتنلیک چې له سپانسرېدونکو کسانو سره ستاسو قرابت او له بلې خوا ستاسو مالي ظرفيت پکې روښانه شوی وي، اړین دی.

يادونه: د دغه ډول غوښتنليک پروسې په بهير کې صداقت او سازماندهي مهم ټکي دي. د ناسمو معلوماتو یا جعلي اسنادو په وړاندې کولو سره مو غوښتنليک ردېدلی او له قانوني عواقبو سره مخ کېدلی شئ. حقیقي او سم معلومات باید چمتو شي او د اړينو اسنادو لپاره مو د چک لېست او تعقیب سیستم (tracking system) جوړ کړئ.

درېیم پړاو: د غوښتنليک پروسه: د غوښتنليک سپارلو وروسته د IRCC (Immigration, Refugees and Citizenship Canada) ادارې له لورې د اسنادو بياکتنه کېږي. د ځينو عواملو لکه د سپانسرشيپ ډول، د غوښتنليک بشپړتیا او د سپانسرېدونکو افرادو شمېر ته په پام سره د پروسس وخت توپير کوي. خو بيا هم دغه وخت له څو مياشتو نيولې تر يو کال پورې دوام کولی شي. مهمه ده چې د پروسس دې وخت کې منتظر پاتې شئ او صبر ولرئ. د پروسس په موده کې ښايي د IRCC اداره ځينې نور اسناد درڅخه وغواړي او يا مو هم انټرويو ته دعوت کړي، تر څو ډاډ ترلاسه او غوښتنليک مو تصديق کړي. اړينه ده چې د دې ادارې غوښتنو ته سملاسي ځواب ووایئ او ټول اړين اسناد ورته برابر کړئ، څو له بېځایه ځنډ څخه مخنیوی وشي. همدارنګه توصيه کېږي چې د ټولو اړينو اسنادو کاپي واخلئ او د IRCC له ادارې سره منظمه اړيکه وساتئ.

يادونه: د غوښتنليک پروسې د انتظار پرمهال درته سپارښتنه کېږي چې وخت ناوخت د IRCC ادارې انلاین پورټال چيک کړئ يا هم د دوی د هيلپلاين (Helpline) له څانګې سره اړيکه کې پاتې شئ. سربېره پر دې د کډوالو په برخه کې د پاليسیو د بدلون او شرایطو څخه تل ځانونه خبر کړئ او د هغو په رڼا کې د پروسې د نورو مرحلو لپاره ځانونه چمتو کړئ.

څلورم پړاو: تاييد او کډوالۍ ته چمتو کېدل: کله چې د سپانسرشيپ غوښتنليک تصديق شي، د سپانسر شوې کورنۍ غړي د کډوالۍ پروسې ته وړاندې کېږي. په دې پروسه کې طبي معاينات، د سفر اړين اسناد او نور هغه شرایط پوره کېږي چې د IRCC ادارې له لورې وضع شوي وي.

ډېرو هغو افرادو لپاره چې کاناډا ته کډوالېږي، طبي ازمايښتونو ترسره کول ورته لازمي دي. د دې ازمايښتونو څخه موخه دا ده چې د سپانسر شویو افرادو له روغتيا څخه ډاډ ترلاسه شي او د عمومي روغتيا لپاره کوم تهدید رامنځته نه کړي. د IRCC اداره د هغو تصدیق شويو ډاکټرانو لېست لري چې دغه ازمايښتونو د ترسره کولو مسئوليت لري. سپارښتنه کېږي چې دغه ازمايښتونه په خپل ټاکل شوي وخت ترسره او د بېځایه ځنډ څخه مخنیوی وکړئ.

هر کله مو چې طبي ازميښتونه ترسره او د سفر اړين اسناد مو چمتو کړل، د سپانسر شوې کورنۍ غړي باید کاناډا ته د سفر لپاره تياری ونيسي. اړينه ده چې په دې وخت کې د IRCC ادارې له لورې درکړل شوې سپارښتنې په پام کې ونيسئ، تر څو کاناډا ته په داخلېدو کې له کوم خنډ سره مخ نشئ.

يادونه: د سپانسر شوې کورنۍ له غړيو سره د سفر د تنظيم لکه د الوتنې په ریزرف او له رسېدو وروسته د لنډمهاله استوګنې د موندلو په برخه کې همکاري وکړئ، دوی ته د محلي ټولنې او خدمتونو، اسانتياوو او حمايوي شبکو  په اړه معلومات ورکړئ. په دې توګه به دوی له نوي چاپيريال سره په ښه توګه اشنا شوي وي.

پنځم پړاو: مېشتېدنه او ادغام: کاناډا ته د سپانسرشوو غړو په رارسیدو سره د مېشتيدنې او ادغام مرحله پيلېږي. دغه مرحله کاناډايي ټولنې ته د سپانسرشوو کورنیو د بريالۍ لېږدونې او د دوی د هوساينې لپاره مهمه ده.

په دې موده کې سپانسروونکي له خپلو سپانسرشوو کورنيو سره اړينه همکاري کوي او له دوی سره د استوګنځایونو د موندلو او د کاناډا په نوي چاپيريال کې د مدغم کېدو برخه کې مهمه همکاري کولی شي. همدارنګه د ټولنې سرچينې او د کډوالو د ملاتړ خدمتونه هم د سپانسرشویو کورنیو له بريالۍ مېشتيدنې او ادغام په برخه کې مهم رول لوبولی شي.

باید په ياد ولرو چې هره کورنۍ ځانګړي حالتونه لري، د يوې کورنۍ لپاره عملي شوې لارې چارې ښايي د بلې کورنۍ لپاره کار ورنه کړي. د همدې په پار د کورنیو لپاره د ځانګړي پلان جوړونه او داسې چمتووالی چې د دوی اړتياوې پکې پوره کېږي، ګټور دي. په دې پلانونو او تياريو کې د افرادو د ژبې زده کړې پلانونه، د دندو موندلو کړنلارې او يا هم په رواني روغتيا باندې د تمرکز موارد شامل دي.

د وخت په تېريدو سره د سپانسر شوې کورنۍ غړي د دوی د متنوع مهارتونو او بډایه کلتوري میراثونو سره نه یوازې د کاناډا په ټولنه کې مدغم کېږي بلکې د دې هېواد څو کلتوري جوړښت کې به د پام وړ مرسته وکړي. دوی له متنوع تجربو او ليدلوريو سره ټولنه غني کولی او نورو ته الهام وربخښلی شي. که څه هم د دوی د بياميشتيدنې سفر له ننګونو ډک دی، خو ليوالتياوې او هيلې هم ورسره ملې دي.

له هغو ننګونو سره سره چې کورنۍ د بیا یوځای کیدو په پروسه کې ورسره مخ کېدای شي، اوږدمهاله ښېګڼې او ګټې هم لري. دغه پروسه په کاناډا کې د باثباته او بریالي ژوند لپاره بنسټيز رول لري. کورنیو ته فرصت برابروي چې وده او پرمختګ وکړي او په ټولنیز مشارکت کې مثبته ونډه واخلي. له همدې امله مهمه ده چې دې پروسې ته په صبر، تدوام او د قوي ملاتړ سره ور مخکې شئ.

پایله:

د کورنيو د بيا يوځای کيدنې پروسه کې ځينې مهم ټکي لکه محتاطانه پلان جوړونه، د کډوالۍ له قوانينو او مقرراتو څخه پوره خبرداری او د انتظار پرمهال صبر او حوصله اختیارول مهم دي. که څه هم دغه پروسه تر يوه بریده ننګوونکې ده، خو کله چې د خپلې کورنۍ له غړو سره د نوي هېواد په چاپيريال کې يوځای کېږئ، بيا نو د دې ټولو ننګونو زغمل ارزښتناک دي.

دې سفر کې ځان يوازې مه احساسوئ، بلکې ستاسو لپاره ګڼ شمېر سرچينې، ټولنې او ادارې موجودې دي، چې له تاسو سره پوره مرسته کولی شي. د دوی لارښوونې تعقيب کړئ، د نورو له تجربو ګټه واخلئ او د کورنۍ د بیا یوځای کیدو په هدف کې ثابت پاتې شئ. د کلک هوډ او سم ملاتړ په لرلو سره کولی شئ د کاناډا د مهاجرت سیسټم پیچلتیاوې په بریالیتوب سره طی کړئ او له خپلې کورنۍ سره یوځای شئ.

سرچينې:

 

Government of Canada. (2021). Family sponsorship. Retrieved from https://www.canada.ca/en/services/immigration-citizenship/services/immigrate-canada/family-sponsorship.html

Immigration, Refugees and Citizenship Canada. (2021). Guide 5525 – Basic Guide: Sponsor your spouse, partner or child. Retrieved from https://www.canada.ca/en/immigration-refugees-citizenship/services/application/application-forms-guides/guide-5525-basic-guide-sponsor-your-spouse-partner-child.html

Dependent children – Canada.ca www.canada.ca/en/immigration-refugees-citizenship/corporate/publications-manuals/operational-bulletins-manuals/permanent-residence/non-economic-classes/dependent-children.html

Afghan Association of Ontario. (2023). Family Reunification Programs. Retrieved from http://www.afghanassociationofontario.com/family-reunification-programs

Refugee Sponsorship Training Program. (2022). Private Sponsorship of Refugees Program. Retrieved from http://www.rstp.ca/en/sponsorship-process/private-sponsorship-of-refugees-program/

Canadian Council for Refugees. (2022). Family Reunification. Retrieved from https://ccrweb.ca/en/family-reunification

Immigration and Refugee Board of Canada. (2023). Overview of the Immigration Appeal Process. Retrieved from https://irb-cisr.gc.ca/en/appeals/Pages/ImmAppAppeal.aspx

Citizenship and Immigration Canada. (2021). Immigration and Refugee Protection Act (S.C. 2001, c. 27). Retrieved from https://laws-lois.justice.gc.ca/eng/acts/i-2.5/

Ontario Council of Agencies Serving Immigrants. (2023). Settlement Services. Retrieved from https://settlement.org/

Canadian Immigrant. (2023). Integration Services. Retrieved from https://canadianimmigrant.ca/settlement

University of Ottawa Refugee Assistance Project. (2023). Family Reunification for Refugees in Canada: Understanding the Process. Retrieved from https://refugee.uottawa.ca/family-reunification-process

Views: 293

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi