ایا د شمالي امریکا لومړی جومات په کاناډا کې د یوې ښځې له خوا جوړ شوی و؟

مې 9, 2025

کاناډا کې «الرشید» جومات؛ د تمدن او یووالي نښه

ایا تر اوسه مو په کاناډا کې د مسلمانانو د لومړي جومات په اړه څه اورېدلي؟ د «الرشید» جومات کیسه چې د تمدن، یووالي او ټولنیز شعور یوه روښانه نښه بلل کېږي او نږدي نهه لسیزې مخکې جوړ شوی دی.

الرشید جومات چې د کاناډا د البرټا ایالت په اېډمېنټن ښار کې د مسلمانانو، په ځانګړي ډول د ښځو په نوښت جوړ شوی، د دغه هېواد د مسلمانانو لومړنی جومات پېژندل کېږي. د جومات د جوړېدو لپاره مرسته یوازې مسلمانانو نه، بلکې یهودیانو او عیسویانو هم کړې ده.

الرشید جومات د شمالي امریکا له لومړنیو جوماتونو هم دی او کیسه یې له تاریخي، ټولنیز او معنوي پلوه بېخي جالبه ده.

موږ په دې خپرونه کې هڅه کړې چې د یاد جومات د جوړېدو، په دې برخه کې د هڅو او ننګونو په اړه معلومات درکړو.

تاسو کولای شئ د دغه تاریخي جومات بشپړه کیسه د وصال ټلوېزیون له یوټیوب چینله وګورئ!

Views: 3