د ستر صوفي شاعر حضرت مولانا جلالالدین محمد بلخي (رومي) رح مشهوره مثنوي چې د روح، عشق، درد، وصال او انسانپالنې ژوره فلسفه په کې نغښتې ده، له اصل دري ژبې څخه پښتو ته ډاکټر محمد اکبر اکبر ژباړلې ده.
ډاکټر اکبر هڅه کړې چې ژباړه نيمګړې نه وي او هغه پیغامونه، نغوتې او ادبي ښکلاوې چې د مثنوي په بیتونو کې خوندي دي، په پښتو ژبه کې هم په پوره امانت سره را نقل شي.
د مولانا رح مثنوی:
بشنو از نی چون حکايت میکند
از جداییها شکایت میکند
پښتو ژباړه:
د شپېلۍ له خولې نه واوره حکايت کا
له بېلتونه له هجرانه شکايت کا
مثنوي:
کز نیستان تا مرا ببریدهاند
از نفیرم مرد و زن نالیدهاند
پښتو ژباړه:
د جبو يوه دورمه (۱) وم خو چې پرې شوم
نو لهدرده نه، د نر ښځی نارې شوم
مثنوي:
سینه خواهم شرحه شرحه از فراق
تا بگویم شرح درد اشتیاق
پښتو ژباړه:
سينه څيرم تابه ښايمه فراقه
سينه څيرې شه د درد له اشتياقه
مثنوي:
هر کسی کو دور ماند از اصل خویش
باز جوید روزگار وصل خویش
پښتو ژباړه:
چې هرڅوک له خپله اصله لرې وځي
بېرته راکاږي تر خپله وصله مزي
مثنوي:
من به هر جمعیتی نالان شدم
جفت بدحالان و خوشحالان شدم
پښتو ژباړه:
چې د هرې ډلې شمه په ژړا يم
که دوی خاندي نو زه خاندم په خندا يم
مثنوي:
هرکسی از ظن خود شد یار من
از درون من نجست اسرار من
پښتو ژباړه:
هر يو تن چې له ګومانه زما يار شي
نه د راز لټه مې کا نه یې د څار شي
مثنوي:
سر من از نالهٔ من دور نیست
لیک چشم و گوش را آن نور نیست
پښتو ژباړه:
زما راز زما له چیغې نه بېل نه دی
خو د نوره سترګې لرې غوږ ايل نه دی
مثنوي:
تن ز جان و جان ز تن مستور نیست
لیک کس را دید جان دستور نیست
پښتو ژباړه:
تن له ځانه نه پټېږي ځان له تنه
ناخبره له دې دوده له دې فنه
مثنوي:
آتش است این بانگ نای و نیست باد
هر که این آتش ندارد، نیست باد
پښتو ژباړه:
د شپيلۍ غږ سيلۍ نه ده د عشق اوره
هغه شته دی چې څوک شته شو ستا له توره
مثنوي:
تش عشق است کاندر نی فتاد
جوشش عشق است کاندر می فتاد
پښتو ژباړه:
د شپېلۍ نغمه د عشق په شور کې اور دی
د شرابو جوش د عشق په زور کې زور دی
مثنوي:
نی، حریف هرکه از یاری برید
پردههایش پردههای ما درید
پښتو ژباړه:
چې حريف پرېږدي دعشق چاره بې باکه
د شپېلۍ په پردو کاندي پرده چاکه
مثنوي:
همچو نی زهری و تریاقی که دید؟
همچو نی دمساز و مشتاقی که دید؟
پښتو ژباړه:
چا ليدلي داسې زهر وترياک وايه
چې زړه ټول لکه شپېلۍکړي هغه ښايه
مثنوي:
نی حدیث راه پر خون میکند
قصههای عشق مجنون میکند
پښتو ژباړه:
د شپېلۍ وېنا د وينو ډکه لاره
د مجنون د لېونتوب دکيسو چاره
مثنوي:
محرم این هوش جز بیهوش نیست
مر زبان را مشتری جز گوش نیست
پښتو ژباړه:
ټول بې هوښه د هوښونو محرمان دي
ټول غوږونه د دې ژبې مشتريان دي
مثنوي:
در غم ما روزها بیگاه شد
روزها با سوزها همراه شد
پښتو ژباړه:
له دې غمه ورځې نه تېريږي شپې دي
د سوزونو کرئ ورځې را پرې دي
مثنوي:
روزها گر رفت، گو رو، باک نیست
تو بمان، ای آن که چون تو پاک نیست
پښتو ژباړه:
که د عمر ورځې تیرې شوې باک نه شته
خو ته پاتې شه له تانه څوک پاک نه شته
مثنوي:
هر که جز ماهی، ز آبش سیر شد
هرکه بی روزی است، روزش دیر شد
پښتو ژباړه:
بې له کبه چې هر څوک یې، اوبو موړ کړو
بې روزئ ته ورځ اوږده شوه دې یې زوړ کړو
مثنوي:
در نیابد حال پخته هیچ خام
پس سخن کوتاه باید، والسلام
پښتو ژباړه:
دا اومه د دې پخو په حال پوه نه دي
وينا لنډه، له سلامه نه ښه څه دي؟
(۱) کهڅههم د مولانا په مشهوره مثنوي کې، نۍ د شپېلۍ په مانا راغلې ده خو ياد ساتئ چې نۍ ته موږه د پښتو ټکی دورمه هم لرو له دورمی نه د نېي قلم جوړېږي او بوټې یې په جبو کې ولاړ وي.
یادونه: زه د دواړو ژبو له درنو ليکوالو، اديبانو او ژبپوهانو څخه انده، مشوره او نېغه کتنه غواړم، تر څو دا کار نور هم پیاوړی شي. همداراز، له خدایه دا دعا لرم چې د دري ژبې تکړه شاعران او لیکوال هم ورته هڅه وکړي او د پښتو ژبې ادبي خزانه د خپلو ښکلو ژباړو له لارې لا بډایه کړي.
Views: 16