ملګري ملتونه وایي، خبریالان باید وکولای شي په ټوله نړۍ کې «له وېرې او تبعیض» پرته راپورونه وړاندې کړي.
د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په دې مناسبت ویلي، د خلکو ازادي د مطبوعاتو له ازادۍ سره تړلې ده او خبریالان باید وکولای شي په ټوله نړۍ کې «له وېرې او تبعیض» پرته راپورونه وړاندې کړي.
هغه دغه راز ویلي، ژورنالیزم د وخت په تېرېدو ګواښمن کېږي او خبریالان د بریدونو، نیول کېدو، سانسور، تاوتریخوالي او حتی د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
افغاانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ غوښتنه کوي او له رسنیو سره خپل پیوستون څرګندوي.
په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي، د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو ارزښتناکه رول په ګوته کوي، رسنۍ او خبریالان د یوې باخبره او فعالې ټولنې بنسټ جوړوي او رول یې باید خوندي وساتل شي.
هغې ویلي: «یو هر اړخیز او سالم رسنیز سکټور له روڼتیا څخه د ډاډ تر لاسه کولو، د ولس باور، او ښې حکومتولۍ لپاره اړین دی، خو په افغانستان کې موږ د ازادو او خپلواکو رسنیو د دوامداره زوال شاهدان یو.»
د دې په خبره، د افغانستان رسنۍ د هېواد د اقتصادي ناورین له امله د عوایدو له شدید کمښت سره مخامخ شوي چې دغه وضعیت بیا «ګڼ شمېر رسنۍ» تړل کېدو ته اړ کړې دي.
هغه وایي، افغانستان کې پر رسنیو د «محدودیتونو لګول» د دې لامل شوي چې خبریالان له «له ګواښونو، نیولو او بندي کېدو» سره مخامخ شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، کلتوري او فرهنګي برخې یا یونیسکو استازې، پاتریشیا مکفیلیپس بیا ویلي، مصنوعي ځیرکتیا د پراخو ګواښونو سره مل ده، کېداې شي د ناسمو معلوماتو د تولید، غلطو معلوماتو خپریدو، د کرکجنو ویناوو پیاوړي کولو، د خلکو او خبریالانو د سانسور او څارنې د نوو ډولونو کارولو برخه کې ترې غلطه ګټه واخیستل شي چې دا به د بیان ازادۍ لپاره ناوړه پایلې ولري.
Views: 7