په تېرو کلونو کې نړۍ د طبیعي افتونو له زیاتوالي سره مخ شوې ده. خو هر افت طبیعي نه دی. د عصري ټیکنالوژۍ او سیاسي اهدافو په مرسته انسانان اوس کولی شي د طبیعت پر نظام اغېز وکړي. له دې جملې څخه یو تر ټولو اندېښمنوونکی پرمختګ د اقلیم مصنوعي بدلون یا د باران مصنوعي رامنځته کول دي. دا پروسه نه یوازې طبیعت ګډوډوي بلکې ځاني او مالي تلفات هم رامنځته کوي چې د نړیوالو اندېښنې یې راپارولي دي.

مصنوعي باران څه شی دی؟
مصنوعي باران یوه داسی پروسه ده چې په کې د ځانګړو کیمیاوي موادو لکه سپینو زرو ایوډایډ، سوډیم کلوراید یا ان یورانیم ذرې د الوتکو یا راکټونو له لارې وریځو ته شیندل کېږي. دا مواد د وریځو دننه د یخو بلورونو جوړېدو ته وده ورکوي، چې په پایله کې باران یا واوره رامنځته کېږي. دا پروسه د وچکالۍ، اور وژنې یا حتی نظامي موخو لپاره کارېږي.

د اقلیم تر سیوري لاندې هغه جګړه چې لا یې قربانیان نه دي زېږېدلي:
د اقلیم طبیعي باراني موسم او فضا د انسان فطري میراث دی، نه د قدرت د وسلې بڼه خو دا میراث اوس د سیاسي ‌مداخلې او اقتصادي فشارونو په انحصار کې داخل شوی، که موږ د نن ورځې اقلیمي لاسوهنې ونه دروو، سبا زموږ اولادونه نه یوازې له طبیعي بحران سره بلکې له مصنوعي اقلیمې جګړو سره مخامخ کېږي.

هغه نسلونه چې لا نه دي زېږېدلي لا یې سترګې نړۍ ته نه دي پرانستې‌لا یې د ژوند لومړی سا نه ده اخیستې همدا نه زیږدلې نسلونه به د نن ورځې پټو اقلیمي جګړو وارثان وي.

هغوی به داسې نړۍ ته سترګې پرانیزي چې باران پهکې یو طبیعي نعمت نه بلکې یو سیاسي امتياز وي او
موسم به په کې د ذروي فزیک له خوا ترتیبېږي نه د خدای تعالی له لورې.
اوبه اوباران به په کې د زورواکو تر واک لاندې وي نه د انسانانو د طبیعت ویش له مخې چی وېشل شوی وی او اقلیم به په کې یو ګډ نعمت نه بلکې د جګړې ډګر وي.

د دې نسلونو ژبه به خاموشه وي خو دردونه به یې غلي نه وي،هغوی به موږ څخه پوښتي خو زموږ پرېکړې به محاکمه کوي.
هغوي به موږ ته داسې وګوري لکه موږ چې د دوی راتلونکی په خپل لاس تباه کړی وي او پر موږ  به لعنت وایي چې موږ په خپل وخت کې طبیعت د سیاست په ډګر بدل کړی و.

خو  که اقلیم وساتل شي باران طبیعي پاتې شي او نسلونه له مصنوعي اقلیمي تاوتریخوالي وژغورل شي دا به د بشري عدالت تر ټولو ستر پیغام وي او راتلونکي نسلونه زموږ  څخه دا تمه لري چې موږ د هغوی غږ نن واورو که څه هم هغوی لا نه دي زېږېدلي.
اکثرا هیوادونه یو ‌د بل بارانی ورځي غلا کوی او اقلیمې جګړې ته لمن وهی ما له  ننڅخه شپږ کاله مخکې د فزیک له نظره د دوریځو غلا چې هیوادونه یې یو له بله غلا کوې یو څیړنیزه مقاله لیکلې وه.

معاصره نړۍ کې اقلیم یوازې یو طبیعي سیستم نه دی پاتې شوی بلکې یو ستر سیاسي او د ذروي فزیک ډګر ګرځېدلی او یو له دې نوو پدیدو څخه چې ډېرو خلکو ته حیرانوونکې ده دا ده چې څنګه هېوادونه د نوې ټیکنالوژۍ په مرسته د بل هېواد د باراني ورځې اغېزمنووي یا غلا کوي.

د باراني وریځو غلا په څه معنی؟

د باراني وریځو غلا دې ته وايي چې یو هېواد د وریځو بادونو یا نورو اقلیمي او ذروي فزیک له لارې د طبیعي باران مسیر بدل کړي او مخکې تر دې چې وریځې ګاونډي یا بل هېواد ته ورسېږي هغه رطوبت او باران له منځه یوسي،دا عمل له ذروي فزیک په وسیلهممکن دی او ډېر هېوادونه یې کار وی چې نومونه  لیکل یې اړین نه ګنم.

دغه هېوادونه د باران او وریځو د غلا لپاره داسې میتودونه کاروي چې په کې فضا د څار ذروي سیسټمونو تر کنټرول لاندې راولي او د یورانیمو په مرسته بډایه سپین زر او آیوداید اکسیدي مالیکولونه د وریځو دننه شیندي. دا مواد د وریځو وزن کموي او بیا د نجیبه ګازونو په وسیله دغه وریځې د کیلو‌میټرو په واټن خپل لور ته راجلبوي.

بله طریقه دا ده چې د وریځو مسیر بدل شي یا له خپل طبیعي فزیکي سفر مخکې باران ترې واخیستل شي؛ یعنې وریځې د کیمیاوي موادو په واسطه بارداره کېږي او له وخته مخکې پرې باران وریږي.

ځینې هېوادونه هڅه کوي د وریځو طبیعي جریانونه مختل کړي، څو دغه وریځې ګاونډي هېواد ته ونه رسېږي. دا په خپله د اقلیم یوه نوې او خاموشه جګړه ده. دوی د سرحدونو په نږدې سیمو کې مصنوعي دود یا بخار فضا ته خوشې کوي، چې له سپینو زرو او ایودایدو څخه جوړ شوي مالیکولونه په کې ګډ وي. دا مواد وریځې په فزیکي او طبیعي ډول خپل لور ته راجلبوي، ځکه وریځې د ګازونو د جذب قوي توان لري او تل د هغو سیمو پر لور حرکت کوي چې فضا یې د نجیبو ګازونو څخه ډکه وي.

په ایران کې ځینې چارواکي ګاونډیان تورنوي چې د وریځو مسیر یې بدل کړی دی او د بلې خوا د هند او پاکستان  دواړه هېوادونه د تخنیکي یا مصنوعي باران تجربه لري، او یو پر بل د اقلیم بدلولو تورونه هم لګوي.

د تېرې اونۍ په اوږدو کې، موږ او تاسو په پاکستان کې د سخت طوفان او باران شاهدان وو. ډېری دا پېښه طبیعي نه ګڼي، بلکې د مصنوعي اقلیمي مداخلې یوه پایله یې بولي.

دا ډول بارانونه هغه مهال رامنځته کېږي چې یو هېواد نه غواړي مرطوبې وریځې د ګاونډي هېواد (لکه هند) لور ته ولاړې شي. له همدې امله، دوی د ځانګړو ګازاتو او یورانیمو له لارې دغه وریځې درندې کوي، څو له خپل وخت وړاندې پرې باران وشي.

کله چې د سپینو زرو یا یورانیمو اندازه زیاته شي، د باران څاڅکي د مرمې یا مردکې په څېر له فضا څخه په چټکۍ ځمکې ته راښکته کېږي، چې له امله یې درانه مالي او ځاني زیانونه رامنځته کېږي.

دا یوه خطرناکه اقلیمي لوبه ده، چې نه یوازې د طبیعت فطري نظم ګډوډوي، بلکې د بې‌ګناه انسانانو ژوند هم له جدي ګواښ سره مخ کوي. نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې دا ډول اقلیمي مداخلې په کلکه وڅاري او د بشري ژوند د خوندي‌تابه لپاره بېړني او مؤثر ګامونه واخلي.

ایا دا یوه نوې اقلیمي جګړه ده؟

کله چې هېوادونه د طبیعي سرچینو، په ځانګړي ډول د اوبو او باران پر سر غیرمستقیمه سیالي کوي، نو دا مبارزه د جګړې بڼه خپلوي – داسې جګړه چې نه توپک لري، نه ټانک او نه بم، خو د علم، ټیکنالوژۍ، فضا، وریځو او مصنوعي باران له لارې پرمخ وړل کېږي.

په کلاسیک مفهوم کې جګړه د فزیکي تسلط لپاره وه، خو نن ورځ د اقلیم ستراتېژیک تسلط د قدرت یوه نوې څپه او بڼه ګڼل کېږي. اقلیمي جګړه هغه هڅه ده چې یو هېواد د بل هېواد باراني فصلونه، طبیعي رطوبت او اقلیمي توازن د خپلې ګټې لپاره کنټرول یا منحرف کړي. دا مبارزه نور یوازې جیوپولیتیک نه ده، بلکې یوه جیوکلایمټیک بڼه یې غوره کړې ده — چیرې چې اقلیم د سیاست، ځواک او ژوندي پاتې کېدو اصلي ډګر ګرځېدلی دی.

د وریځو تخم‌پاشي، د باراني وریځو مهار، د هوا د مصنوعي کنټرول پروژې او د باران له وخته مخکې راښکته کول هغه تخنیکونه دي چې هېوادونه یې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره کاروي. که څه هم دا کړنې رسمي جنګي اعلان نه لري، خو پایلې یې ښيي چې دا یوه خاموشه جګړه ده — داسې جګړه چې غږ نه لري، خو اغېز یې ژور، پراخ او له پښو غورځوونکی دی. په دې اقلیمي جګړه کې هېوادونه یو بل ته نه خبرداری ورکوي، نه توافق ته اړتیا ویني او نه هم له نړیوالو اصولو سرغړونه مهم ګڼي.

نړیوال قوانین په دې اړه لا هم روښانه نه دي او زموږ هېواد په څیر غریب او وروسته پاتې هېوادونه تر سختو فشارونو لاندې راځي او له بده مرغه د اثبات لپاره لازم شواهد وړاندې نه شي کولی.

لکه څنګه چې مو وړاندې وویل، اقلیم، باران، موسم او فضا د انسان فطري او ګډ میراث دی، نه د قدرت د وسلې زور. خو دا میراث اوس د سیاسي، تخنیکي او اقتصادي فشارونو تر سیوري لاندې راغلی. که موږ د نن ورځې اقلیمي لاسوهنې مخه ونه نیسو، سبا به زموږ اولادونه یوازې له طبیعي بحرانونو سره نه، بلکې له مصنوعي اقلیمي جګړو سره هم مخ وي – جګړې چې له طبیعت سره به وي، خو قربانیان به یې انسانان وي.

راتلونکي نسلونه به د کوم څه وارثان وي؟

د فطري اقلیم نه، بلکې د ګډوډ شوي طبیعت، مصنوعي موسمونو، او تخنیکي لاسوهنو وارثان به وي. دا نسلونه به د کنټرول شویو موسمونو، کرنیز بې‌ثباتۍ، د حاصلاتو ناکامۍ، او د خوړو او اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ وي.

هغوی به د سیندونو، باران، څښاک اوبو او حتی د آکسیجن د لاسرسي لپاره سیاسي او فزیکي مبارزه کوي. هغوی به اقلیم ته د خدای ورکړې طبيعي پېرودنې په سترګو ونه ګوري، بلکې د مشکوکو ذروي مداخلاتو له خوا د کنټرول شوي چاپېریال تر سیوري لاندې نړۍ ته سترګې پرانیزي.

ایا دا وضعیت تم کېدای شي؟

که له اخلاقي، علمي او بشري زاویې وکتل شي، نو دا یوه خطرناکه لوبه ده – داسې لوبه چې د اقلیم طبیعي نظم ته ضربه ورکوي او انسانان د طبیعت پر ضد یوې پټې جګړې ته ټېل وهي.

که نړیواله ټولنه دا موضوع په جدي توګه ونه څاري، نو راتلونکي نسلونه به د داسې اقلیمي جګړو وارثان وي چې توپ، ټانک او بم به نه لري، خو د طبیعت له لارې به انسان وژني.

په کار ده چې نړیوالې ادارې:

  • د اقلیمي مداخلې لپاره یو روښانه، سخت او عملي قانوني چوکاټ جوړ کړي؛
  • د فضا، اقلیم او وریځو پر مصنوعي لاسوهنه څارنه زیاته کړي؛
  • دا ډاډ ترلاسه کړي چې هېڅ هېواد ونه شي کولی د بل هېواد طبیعي حق – باران، وریځې او فضا – غلا کړي.

اقلیمي عدالت باید د نړیوالو پرمختګونو اساسي برخه وي او علمي شفافیت، ساینسي صداقت او اخلاقي ارزښتونه باید د اقلیمي پالیسۍ بنسټ جوړ کړي.

د لیکوال په اړه:

انجینر امین ظریف د ننګرهار پوهنتون له علمي کدر څخه دی، هغه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت کې د لوړ رتبه مامور په توګه کلونه خدمت کړی او اوس مهال په کانادا کې د افغان ستراتیژیک مرکز د رهبرۍ غړی دی. نوموړی د کانونو، اقلیم، ابو مدیریت او ټولنیزو مسایلو په اړه ژورې څېړنې، تحلیلي لیکنې او عامه بحثونه پر مخ وړي، څو د افغان ټولنې غږ نړیوالو ته ورسوي.

Views: 2043

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi