نن سبا یو شمېر افغان سیاستوالو چې د پخواني ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او لطیف پدرام یې مشري کوي، د فدرالي نظام لپاره د اساسي قانون مسئله رامخې ته کړې او په دې اړه یې په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه تاوده ساتلي دي؛ په داسې حال کې چې دوی اوس نه کومه لوېشت جغرافیه او واکمني لري او نه کوم رسميت او موقف، خو هیله یې دا ده چې په افغانستان کې باید فدرالي نظام راشي.
ځیني کسان چې مخکې د دوی ملګري وو او اوس ترې مرور شوي، تور لګوي چې د فدرالغوښتونکو دغه کړۍ د هېواد د ملي ګټو پر ضد کار کوي او ټولې هڅې یې پر قومي او سمتي بنسټ ولاړې دي.
پر همدې موضوع مو نن د فدرال غوښتونکو ډلې له یوه مرور غړي او د پوهنتون له استاد او حقوقپوه ډاکټر سمیعي سره مرکه کړې چې پام مو ورته رااړوو.
Views: 6