هند د نړۍ لومړی هېواد شو چې د «چندریان ۳» په نوم فضایي بېړۍ یې د سپوږمۍ سوېل قطب ته نږدې کښته شوه.
له دې مخکې امریکا، روسیې او چین هم سپوږمۍ ته فضایي بېړۍ لېږلې وې خو د سپوږمۍ سوېل قطب ته چې ویل کېږي د سپوږمۍ تیاره او واورینه برخه ده، تر اوسه کوم هېواد هلته فضایي بېړۍ نه وه لېږلې.
د راپورونو له مخې، چندریان -۳ بېړۍ چې شاوخوا درې اونۍ مخکې سپوږمۍ ته توغول شوې وه، د هند پر وخت پرون (چهارشنبې، د وږي لومړۍ نېټه) ماښام شپږ بجې او څلور دقیقې (د ګرینویچ ۱۲:۳۴) په سپوږمۍ کې کښته شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د سپوږمۍ په همدې سیمه کې څو ورځې مخکې د روسیې د “لونا-۲۵” په نوم فضایي بېړۍ سقوط وکړ.
هند څلور کاله مخکې (۲۰۱۹) کې هم سپوږمۍ ته د فضايي بېړۍ لېږلو هڅه کړې وه خو بریالی نه شو او فضایي بېړۍ یې سپوږمۍ ته نږدې سقوط شوه.
د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي چې دا مهال یې په سوېلي افریقا کې د بریکس سازمان سرمشریزې غونډه کې ګډون کړی، خبریالانو ته ویلي: «هند اوس سپوږمۍ ته رسېدلی دی.»
هغه زیاته کړه: «د هند د سپوږمۍ بریالی ماموریت یوازې د هند لپاره نه، بلکې دا بریالیتوب په ټول بشر پورې اړه لري.»
بلخوا د هندوستان د فضایي تحقیقاتي ادارې (اسرو) په مرکزي دفتر کې د دې ادارې مشرانو او نورو ساینسپوهانو په ژوندۍ بڼه هغه مراسم ولیدل چې فضایي بېړۍ یې د سپوږمۍ سوېلي قطب کې ښکته شوه. هغوی چې له ډېرې خوښې په سترګو کې اوښکې وې، د لاسونو په پړقولو دا خوښي ونمانځله.
چندریان-۳ بېړۍ چې د هند فضايي څېړنو موسسې له خوا جوړه شوی، د کښېناستو او د څېړنو یو سیسټم دی. د چندریان-۳ پر ماموریت باندې شاوخوا ۷۴.۶ میلیون ډالر لګښت شوی چې د فضایي څېړنې په برخه کې د نورو قدرتونو د ماموریتونو په پرتله خورا لږ دی.
دا فضایي بېړۍ به په هغې ساحه کې څېړنې وکړي او تصویرونه به واخلي چې ناسته یې په کې کړې ده او بیا به یې د تحقیقاتو لپاره ځمکې ته راواستوي واستوي. دا څېړنیزه وسیله به یوازې د سپوږمۍ د یوې ورځې ماموریت او موادو د ټولولو چې د ځمکې ۱۴ ورځې کېږي، توان ولري.
د راپورونو له مخې، د هند فضايي ماموریت په چټکۍ سره وده کوي. په ۲۰۱۴ کې هند لومړنی اسیایي هېواد شو چې د مریخ مدار ته یې سپوږمکۍ ولېږله او درې کاله وروسته د هند یوې فضايي بېړۍ په یو ماموریت کې ۱۰۴ په نوم سپوږمکۍ فضا ته ولېږلې.
په وروستیو کلونو کې د سپوږمۍ په سطحه کې سپړنړ ته نوې لېوالتیا زیاته شوې ده. ساینس پوهان هڅه کوي څو معلومه کړي چې ایا دا به ممکنه وي چې د هغو منرالونو او نورو سرچینو استخراج چې په ځمکه کې په خلاصېدو دي، آیا په سپوږمۍ کې ممکن دي او که نه.
Views: 37