د کاناډا د فدرالي ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې لیبرال ګوند د ۳۴۳ ټاکنیزو حوزو له ډلې په ۱۶۷حوزو کې بریالی دی خو اکثریت څوکۍ یې نه دې ګټلې او اقلیتي حکومت به جوړوي.
د کاناډا لیبرال ګوند د مارک کارني په مشرۍ د حکومت جوړولو حق ترلاسه کړ؛ خو نه شي کولای یوازې خپلواک حکومت جوړ کړي او اوس به هڅه کوي چې له نورو کوچنیو ګوندونو سره د اقلیتي حکومت پر جوړولو هوکړه وکړي.
د اکثريتي حکومت جوړولو لپاره یو ګوند لږ تر لږه باید ۱۷۲ څوکۍ وګټي.
محافظهکار ګوند ۱۴۵، د کیوبیک بلاک ګوند ۲۳، نوی ډيموکرات ګوند ۷ او شین ګوند یوازې یوه څوکۍ ګتلې دي.
د یادونې ده، د لیبرال ګوند پخواني مشر جسټن ټروډو هم په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ ټاکنو کې اقلیتي حکومتونه جوړ کړي وو.
د یادونې وړ ده چې د ۳۳ حوزو ټاکنې لا نهايي شوي دی ممکن د ټاکنو په نهايي پایلو کې بدلون راشي.
Views: 3