د راپورونو له مخې، د ایران په بندرعباس کې د وړمې ورځې چاودنې له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی او د ټپیانو تر زرو اوښتي دی.
چاودنه د شنبې سهار د شهید رجايي په نوم بندر کې شوې چې د ایران د سوېلي بندرعباس ښار ته نږدې تر ټولو ستر سوداګریز بندر دی.
د هرمزګان ولایت د بېړنیو حالاتو د سمبالښت چارو مشر ویلي: «د پېښې لامل د هغو کانټینرونو چاودنه وه چې مهرلاک شوي نه وو.»
ایرنا لیکلي چې تر اوسه په دې پېښه کې ۴۰ کسان وژل شوي او تر زرو ډېر ټپیان شوي دي.
د ایرنا د راپور له مخې، د شهید رجایي بندر شاوخوا دوه زره او ۴۰۰ هکټاره مساحت او هر کال د ۷۰ میلیون ټنه بار د ځای پر ځای کولو ظرفیت لري چې درې میلیونه کانټینري محمولې پهکې شاملې دي.
Views: 2