د راپورونو له مخې، د ایران د بندرعباس ښار په «شهید رجایي» بندر کې د پرون ورځې چاودنې له امله ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۵۰ نور ټپیان شوي دي.

یاده چاودنه پرون د بندر عباس په «شهید رجایی» بندر کې شوې او ایرنا لیکلي، د لومړیو څېړنو له مخې یاده چاودنه په رجایي بندر کې «د یو شمېر ديپو شوو کانټینرونو له امله» رامنځته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر اوسه (د غویي د ۷مې نېټې د سهار اته نیمو بجو پورې) یاده چاودنه کې ۱۴ کسان مړه، ۷۵۰ ټپیان شوي او شپږ کسان نادرکه دي.

راپور کې راغلي، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د یادې پېښې د چټکې څېړنې حکم صادر کړی دی.

پزشکیان امر کړی چې ټپيانو ته دې د بېړنیو مرستو رسولو تدابیر ونیول شي.

د ایرنا د راپور له مخې، د شهید رجایی بندر شاخوا ۲ زره او ۴۰۰ هکټاره مساحت او هر کال د ۷۰ میلیون ټنه بار د ځای پر ځای کولو ظرفیت لري چې درې میلیونه کانتینري محمولې په‌کې شاملې دي.

دا چاودنه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې راپورونه د ایران او امریکا تر منځ د غیرمستقیمو خبرو اترو د بیا پیل چمتووالی ښيي، چې د سیمه‌ییزو تحولاتو په سیوري کې یې اهمیت لا زیات شوی دی. د چاودنې علت تر اوسه څرګند شوی نه دی، او چارواکي یې په اړه څېړنې کوي.

Views: 2