د کاناډا د ټورنټو په ختیځ ويټبي ښار کې د افغانانو یوې فعالې ډلې د لیبرال ګوند له کاندید او اوسني وکیل ریان ټرنبول (Ryan Turnbull) سره وکتل او د هغه په کمپاین کې یې برخه واخیسته؛ دا لیدنه یوازې د ملاتړ یو اعلان نه و، بلکې یوه فعاله ونډه وه؛ لکه کور په کور کمپاین، د بروشرونو وېش، له خلکو سره خبرې او سیاسي مشارکت ته ژمنتیا.
ټرنبول د خپل دغه کمپاین پر مهال وویل: «دا یوازې کمپاین نه دی، دا د ټولنې د یووالي، عدالت او پرمختګ لپاره مبارزه ده؛ زه د افغان ټولنې له ملاتړه ډېر منندوی یم.»
د لیدنې په پای کې د وصال ټلوېزیون خبریال عبدالباسط کړوخېل له ټرنبول سره ځانګړې مرکه کړې چې تر ډېره د ويټبي ښار د اقتصاد، کورونو د بیو، ښوونځیو، امنیت، کډوالۍ او د افغان ټولنې د غږ رسولو په څېر پر مهمو موضوعګانو راڅرخي.
بشپړ راپور د وصال ټلوېزیون پر یوتیوب چینل وګورئ!
Views: 3