د بشري او مدني حقونو یو شمېر فعالانو په یوه پرانیستي لیک کې له ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو غوښتي چې د مطیعالله ویسا د خلاصون لپاره هڅې وکړي.
د راپورونو له مخې، امنيتي ځواکونو د قلم لار ټولنې مشر مطیعالله ویسا د روان کال د وري په اتمه، مازدیګر مهال د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند په خوشحال خان سيمه کې ونيو.
تېره ورځ د یوه پرانیستي لیک له لارې – چې په کې راغلي ۹۰ تنو د بشري او مدني حقونو فعالانو، خبريالانو او د پوهنتون استادانو لیکلی- د ملګرو ملتونو له سرمنشي، د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو له مشرانو او د بهرنیو چارو له وزیرانو، د افغانستان لپاره د امریکا، اروپا او ځینو نورو هېوادونو او ادارو له ځانګړو استازو غوښتي چې د مطیعالله ویسا د خلاصون لپاره هڅې وکړي.
په ليک کې راغلي: «موږ ټول د ښاغلي ويسا د اوږد غيرقانوني توقيف او د هغه د صحي او روحي حالت په اړه جدي اندېښمن یو؛ ځکه چې د طالب چارواکو له خوا د هغه پر وړاندې د شکنجي او بد چلند جدي تورونه شتون لري.»
په ياد ليک کې ادعا شوې چې طالبان په سیسټماټیک ډول د بشري حقونو او ښځو حقونو مدافعین ځوروي.
په لیک کې د نړۍ له مشرانو او با نفوذه شخصيتونو، په ځانګړي ډول له مرستهکوونکو او اسلامي هېوادونو غوښتل شوي چې خپل ټول ډیپلوماټیک مصروفیتونه او هر ډول ښکېلتیا– حتی که په ټیټه ډیپلوماتیکه کچه هم وي – د ويسا او نورو بشري حقونو مدافعینو، مدني ټولنو فعالانو، ژورنالېستانو او د ښځو حقونو مدافعینو له خوشي کولو سره مشروط کړي.
دغه راز په لیک کې د داسې ډاډ ترلاسه کولو غوښتنه شوې چې د افغانستان سرپرست حکومت تضمین کړي چې د بشري حقونو او مدني ټولنې فعالين او ژورنالېستان په سولهییزه توګه د خپلو فعالیتونو ترسره کولو له امله نه نيول کېږي.
هڅه مو وکړه چې د یاد پرانیستيلیک په اړه د طالبانو د ویاندویانو نظر ولرو، خو تر لاسه مو نه کړ.
Views: 19