په بروکسل کې د افغان کډوالو د جبري شړلو پر ضد لاریون وشو

اپریل 21, 2025

د بلجیم په بروکسل ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) بلجیم څانګې له لوري پرون د یکشنبې په ورځ، د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو او له هغوی سره د زور زیاتي په غبرګون کې یو سوله‌ ییز لاریون ترسره شو.

لاریون کوونکو د پاکستان د حکومت چلند د افغان کډوالو پر وړاندې “غیر اسلامي” او د “نړیوالو بشري قوانینو” خلاف وباله.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بلجیم څانګې مشر، وحید شیرزاد، په خپله وینا کې وویل چې د پاکستان ظالم او جابر ریاست له خوا د افغان کډوالو پر ضد یو بې‌ساری، غیرانساني او له قانون څخه سرغړونکې کمپاین روان دی.

هغه زیاته کړه: «موږ له دولت بلجیم، اروپايي اتحادیې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR)، د بشري حقونو له سازمانونو او ټولو ازادو ملتونو څخه غوښتنه کوو چې سمدستي اقدام وکړي ترڅو دغه ناقانونه او جبري شړنه بنده کړي او د افغان کډوالو ملاتړ وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې افغان کډوالو ته د وتلو ورکړل شوی ضرب‌الاجل د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېد؛ د راپورونو له مخې، له هغه راهیسې شاوخوا ۵۰ زره افغانان په زور را ایستل شوي دي.

Views: 0