ملي مرکه؛ د یووالي، سولې او پرمختګ لپاره ولسي نوښت پیل شو

اپریل 21, 2025

د ملي یووالي، سولې او پرمختګ په موخه، د ملي مرکې تر سرلیک لاندې لومړی مطبوعاتي کنفرانس د ملي محور ګوند په کوربتوب په انلاین بڼه ترسره شو. دغه ولسي نوښت، چې د يو موټي افغانستان او ګډ راتلونکي لپاره رامنځته شوی، د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه سلګونه افغانانو په کې ګډون کړی و.

د ملي مرکې ماموریت د باور بیا رغول، د ولسونو یوځای کول، او د داسې یو راتلونکي جوړول دي چې هر افغان په کې د خپل ملت په برخلیک کې ونډه ولري.

د ملي محور ګوند مشر، خوشال روهي، وویل چې دوی د افغانستان لپاره په دې نوي فصل کې، چې د زخمونو د رغېدو او د باور د بیاژوندي کېدو مرحله ګڼل کېږي، یوازې د اسانچارې یا تسهیل کوونکي رول لري.

نوموړي زیاته کړه، دوی هڅه کوي چې لږ تر لږه د لسو زرو افغانانو نظریات راټول کړي او شاوخوا سل تنه روزل شوي مرکچيان د ملي بحثونو لپاره چمتو کړي، ترڅو ګوندونه، جریانونه او ملي شخصیتونه د افغانستان د ژغورنې لپاره سیمه‌ییز بحثونه پیل کړي.

Views: 8