د کاناډا فدرالي ټاکنې؛ د اجکس ښار له نوماندې جنیفر څخه د افغانانو غوښتنې

اپریل 19, 2025

د وصال ټلوېزیون خبریال د ټورنټو ښار ته نږدې اجکس ښار ته تللی، څو هلته د لیبرال ګوند د نوماندې جنیفر مک‌کلوي (Jennifer McKelvie) ټاکنیز کمپاین ته پوښښ ورکړي. مک‌کلوي د خپلې کمپاینیزې غونډې پر مهال له خلکو سره ولیدل، د هغوی خبرې یې واورېدې او د راتلونکې لپاره یې خپلې مهمې ژمنې شریکې کړې.

جینیفر مک‌کلوي وویل چې چاپېریال‌ساتنه، د ترانسپورټ او عامه خدمتونو پراختیا د دې لومړیتوبونه دي او په دې برخو کې د بدلون لپاره یې خلک خپل ملاتړ ته وروبلل.

اجکس ښار کې د نورو ترڅنګ سلکونه افغان کورنۍ هم اوسېږي؛ ډېری دغه افغانان د جنیفر د ملاتړ په موخه یادې کمپاینیزې غونډې ته راغلي، هغوی د خپلو ستونزو هواري او د کلتوري تنوع او ټولنیز یووالي د پیاوړتیا لپاره غوښتنې لري.

د کاناډا فدرالي ټاکنې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۲۸مه ترسره کېږي او د هرې ورځې په تېرېدو ټاکنیز کمپاینونه زور اخلي.

بشپړ راپور د وصال ټلوېزیون پر یوتیوب چینل وګورئ!

Views: 2