افغانستان که څه هم یو کرنیز هېواد دی خو افغان کروندګر لا هم خپلو محصولاتو ته د بازار نشتوالي له امله زیان ویني. له بلې خوا بیا حکومت د کرنیزو تولیداتو له اړخه ښه عواید نه ترلاسه کوي او له مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان د کانونو د استخراج او ترانزیټي موقعیت پر ارزښت ډېر تمرکز شوی؛ ځیني شنونکي باور لري چې دغه سکټورونه کولای شي افغانستان ته د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ له لارې د پام وړ عواید برابر کړي او د اقتصادي بېثباتۍ کچه راکمه کړي.
داچې افغانستان څنګه کولای شي خپل ناخالص کورنی تولید (GDP) او عواید لوړ کړي، پر کوموبرخو یې باید پانګونه وشي او د خلکو لپاره کوم بالقوه امکانات اوظرفیتونه موجود دي؟ په دې اړه مو د پوهنې وزارت له پخواني مرستیال او د اقتصاد برخې له څېړونکي ښاغلي محمداصف ننګ سره مرکه کړې ده.
ننګ د اقتصاد برخه کې دوه کتابونه لیکلي چې یو یې «اقتصادمحوره حکومتولي» نومېږي؛ دغه کتاب د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره پر هغو برخو بحث کوي چې که سمې پانګونې وشي، پلانونه او پالیسۍ جوړ شي، له دې سره به نه یوازې ناخالص کورنی تولید لوړ، بلکې د افغانانو اقتصادي وضعیت به هم ښه شي.
Views: 0