په کاناډا کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د خدمتونو نوی فصل

اپریل 14, 2025

له افغانستانه زرګونه کیلومتره لرې، د کاناډا په تورنتو ښار کې د افغانانو د ستونزو د حل او ټولنیز ادغام لپاره د افغان پیوستون ټولنې نوی دفتر پرانیستل شوه. دغه غونډه د فرهنګي، ټولنیزو شخصیتونو او د کاناډا د پارلمان د غړو په ګډون ترسره شوه.

پیوستون ټولنه چې نږدې درې لسیزې یې د افغانانو د ښادیو، د مړو د تدفین او د جسدونو د انتقال په برخو کې خدمت کړی، اوس یې خپل خدمتونه پراخ کړي دي او د ټولنیزو ستونزو په حل کې هم لاس په کار شوې ده.

دغه دفتر به د افغان کډوالو لپاره د خدمتونو مرکز وي چې د اسنادو، فورمونو او اړینو چارو په تنظیم کې به مرسته کوي.

Views: 0