دا ځل مو په دغه ځانګړې خپرونه کې د کاناډا فدرالي ټاکنې – چې د دغه هېواد د سیاسي نظام بنسټیزه برخه ده – له نوماندۍ نیولې تر رایې ورکولو، حکومت جوړولو او د سیاسي ګوندونو رول پورې، افغان کاناډایانو ته په تفصیل سره تشرېح کړې څو هغوی هم دغو ټاکنو کې فعاله ګډون ته وهڅول شي.
هغه کسان چې غواړي د پارلمان څوکۍ ترلاسه کولو لپاره ځانونه نوماند کړي، باید د نوماندۍ ځانګړي شرایط یې پوره کړي وي. دغهراز، د رایې ورکولو لپاره هم ځانګړي شرایط شته؛ لکه ټاکلی عمر او د کاناډا د اوسېدو قانوني حیثیت.
کاناډا یو څوګوندیز سیاسي نظام لري او دغه هېواد کې بېلابېل ګوندونه د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي؛ هغه ګوند چې د پارلمان اکثریت څوکۍ وګټي، د حکومت جوړولو واک تر لاسه کوي او د همدغه ګوند مشر د هېواد د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېږي. نور ګوندونه د اپوزیسیون رول ادا کوي او د حکومت کړنې څاري او نیوکه پرې کوي.
بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوتیوب چینل کتلای شئ.
Views: 0