د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۱۹۲ نور افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.
یاد وزارت نن (پنجشنبه) د یاد مطلب څرګندولو ترڅنګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد کسان پرون د پاکستان له زندانونو ازاد شوي او نن هېواد ته راستانه شول.
سرچینې د کندهار د سپینبودلک د سرحدي امریت له قوله لیکلي: «یاد کسان د پاکستان هېواد په بېلابېلو ځایونو کې نیول شوي او له یوې تر ۵ ورځو پورې بندیان وو.»
سرچینه لیکي چې یاد افغانان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم ۳۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راګرځېدلي وو.
Views: 0