د کاناډا فدرالي ټاکنې؛ د پارلمان د یوه کاندید ټاکنیز کمپاین له نږدې وګورئ!

اپریل 10, 2025

په دې خپرونه کې به وګورئ چې په کاناډا کې اشخاص څرنګه پارلماني ټاکنو ته ځانونه نوماندوي او بیا څه ډول کمپاین کوي څو د خلکو باور ترلاسه کړي.

فدرالي ټاکنې د کاناډا د راتلونکي لپاره برخلیک ټاکي؛ دا هغه پروسه ده چې خلک په کې خپل استازي ټاکي او لومړی وزیر هم له همدې لارې ټاکل کېږي او حکومت جوړېږي.

موږ ټورنټو ښار ته نږدې په مسیساګا ښار کې د لیبرال ګوند د یوه نوماند فریس السعود (Fares Al Soud) ټاکنیز کمپاین او په دې برخه کې د هغه هڅې او مبارزه راپور کړي چې ستاسو پام ورته رااړوو.

بشپړ راپور د وصال ټلوېزیون پر یوتیوب چینل کتلی شئ.

Views: 1