له پاکستانه د کډوالو د دويمې اجباري راستنېدنې د څپې له پيل سره هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي، د پاکستان پولیسو له ناسم چلنده سرټکوي او ځینې یې وایي: «خالي سرونه مو را ایستلي، ښځې مو یې بندیانې او بیا یې را ډيپورټ کړې.»
د لوګر ولايت اوسېدونکی ۶۵ کلن امیرخان چې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د پاکستان د پنجاب ایالت په چکوال سیمه کې اوسېده، تازه هېواد ته راستون شوی دی.
هغه په تورخم کې پژواک ته وویل: «ډېر موږ سره پاکستان بده وکړه، بچیان مو وږي راغلل، دا بېګاه يې مړۍ (ډوډۍ) خوړلې ده، پيسې يې رانه په زوره واخیستې، مالونه يې رانه په زوره ستانه کړه، خالي سرونه مو را ویستلي.»
یو بل راستون شوی محمدعمر هم وایي: «کاروبارونه که د چا کاروبار وو او که چا پورې يې پيسې وې هر څه ترې پاتې شول، مسجدونو ته راتلل يوه ګېنټه (يو ساعت) وخت به يې درکړ په دغه وخت کې به دې سامان هم پرځای کوه او کډه به دې هم باروله.»
دی وایي، خوښ دی چې خپل هېواد ته راستون شوی دی او په تورخم کې ورسره د خپلو افغانانو له لوري ښه چلند او ښه راغلاست یې شوی.
دغه راز، ابراهيم يو بل افغان کډوال دی چې تازه له پاکستانه راستون شوی او هلته يې د پنجاب ایالت په فیصلاباد ښار کې اوسېده، وايي، د کور مېرمنې او نارينه يې د شپې په دوولس بجو پوليسو بنديان کړي وو.
دی وايي: «د کور مېرمنې له څلور ورځني بند وروسته را ډيپورټ شوې وې» او دوی اووه ورځې وروسته کډه را بار کړې ده.
بلخوا په تورخم کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولین وايي چې د کډوالو لپاره په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې برابرې شوي او د عمري په نوم د کډوالو لنډمهاله مېشتغالي کې د اوسېدو، خوراک، روغتيايي او نورو خدمتونو زمینه برابره شوې ده.
په تورخم کې د کډوالو د عمري کمپ مسوول ملا محمدهاشم میوندوال پژواک ته وويل چې په دغه کمپ کې د کډوالو د لنډمهالې مېشتېدنې لپاره شاوخوا زر خیمې او نږدې پنځوس کورونه جوړ شوي دي.
هغه زیاته کړه چې کډوالو ته د روغتيا، مخابراتو، مالي مرستو او ځينو نورو برخو کې د همکاريو زمینه برابره شوې او کډوال له کومې ستونزې پرته د ثبت او بایومټریک وروسته خپلو سیمو ته ستنېږي.
هغه دغه راز يادونه وکړه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان (ای.او.ام) د بودجې د کمښت له امله خپل فعاليتونه بند کړي او هیله یې څرګنده کړه چې دغه سازمان بېرته خپل فعالیتونه پيل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو او نړۍوالو بنسټونو بیا له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو د اجباري ایستلو لړۍ ژر تر ژره ودروي.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، اوسمهال پاکستان کې شاوخوا درې میلیون افغانان ژوند کوي چې له دې ډلې یو میلیون یې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري.
Views: 0