د ملګرو ملتونو تازه راپور ښيي چې افغانستان په تېر میلادي کال کې ۲،۷ سلنه اقتصادي وده کړې او کورنی ناخالص تولید (GDP) یې نږدې ۱۷،۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال په نسبت درې میلیارده ډالر زیاتوالی ښيي؛ خو د نړۍوال بانک د وروستي تحلیل پر اساس، د بېوزلۍ کچې لوړېدل، بېکاري، محدودې مالي او عایداتي سرچینې، د خلکو کمزوری خرید او د بیو لوړوالی د میلیونونو افغانانو لپاره سختې اقتصادي ستونزې رامنځته کړې دي.
د کورنیو تولیداتو د عرضې زیاتېدل او د تقاضا کمېدل اقتصاد نور هم ډیفلاسیون ته ورټېل وهي چې له امله یې اقتصادي وده محدودیږي. د ناڅرګنده اقتصادي تګلارو دوام، مالي انزوا او د لویو پانګونو نشتوالی د افغانستان اقتصادي ثبات کاواکه کوي؛ نړۍوال بانک اندېښنه لري چې د بهرنیو مرستو چټک کمښت کولای شي ټولیزه تقاضا نوره هم کمزورې او پر عامو خلکو او د هېواد پر اقتصاد فشارونه لا زیات کړي.
دا چې د کورني ناخالص تولید (GDP) لوړوالی د اقتصادي ثبات لپاره څومره مهم دی او د افغانستان راتلونکی اقتصادي وضعیت به څنګه وي؟ د اقتصادي چارو شنونکی عنایتالله همام یې په اړه څرګندونې لري چې پام مو ورته رااړوو.
Views: 4