د کرکټ له سفیرۍ د فدرالي ټاکنو تر نوماندۍ؛ د اسټرالیا په سیاست کې د افغانانو غږ

اپریل 4, 2025

په اسټرالیا کې د افغانانو حضور ورځ تر بلې په ډېرېدو دی او دغه څه په دغه هېواد کې سیاست ته د داخلېدو لپاره د هغوی د لېوالتیا او غږ پورته کولو ښودنه کوي؛ په دې برخه کې یوه وتلې څېره ریتا انوري ده چې د اسټرالیا فدرالي ټاکنو ته یې ځان نوماند کړی دی.

هغه نه یوازې په سیاست کې فعاله ده، بلکې د اسټرالیا کرکټ کې د څو فرهنګی سفیرې په توګه د مېرمنو د ورزش، په ځانګړې توګه د کرکت برخه کې د هغوی کلکه ملاتړه ګڼل کېږي.

په دې ځانګړې مرکه کې مو د مېرمن انوري د ټاکنیز کمپاین، په اسټرالیا کې د افغاني ټولنې لپاره د هغې د پروګرامونو او د افغانستان د مېرمنو کرکټ راتلونکي په اړه بحث کړی چې ستاسو پام ورته رااړوو.

Views: 6