په کاناډا کې د یارک پوهنتون افغان محصلینو د یووالي، کلتوري هویت د ساتنې او د افغاني کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ په موخه اختریز جشن او بازار جوړ کړ.
په دغه رنګین محفل کې د اونټاریو له بېلابېلو پوهنتونونو افغان محصلینو، سوداګرو او فرهنګي شخصیتونو ګډون کړی و.
د جشن مهمې برخې د محصلینو د اتحادیې د فعالیتونو معرفي، د افغاني کوچنیو سوداګریو ملاتړ، د دودیزو جامو او ګاڼو بازار، او د اختر د خوښیو نمانځنه وه.
د یارک پوهنتون د افغان محصلینو د اتحادیې مشر نثار عزیزي د افغان محصلینو لپاره د راتلونکو فعالیتونو، او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د اختر بازار د محلي افغان سوداګرو لپاره یو مهم فرصت و، چې وکولی شي خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي او د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.
تنظیموونکو وویل چې دا ډول پروګرامونه نه یوازې د محصلینو ترمنځ د اړیکو د پراخولو لپاره مهم دي، بلکې د محلي بزنسونو د ودې لپاره هم ارزښت لري.
په پای کې، جشن د دودیزو اتڼونو او کلتوري نندارو سره پای ته ورسېد، چې د ګډونوالو لپاره یې یوه یادګاری شپه رامنځته کړه.
بشپړ راپور د وصال ټوېزیون له یوتیوب چینل وګورئ.
Views: 6