د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا ښار کې د افغانستان ډیپلوماتیکو او قونسلي مامورینو او تازه راغلو افغانانو د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۴مه کالیزه ونمانځله.
په دې اړه نیول شوو مراسمو کې چې د کاناډا پلازمېنې اوتاوا ښار کې د سیټي هال (City Hall) په انګړ کې نیول شوي وو، د کاناډا لپاره د افغانستان د سفیر حسن سروش له خوا درې رنګه ملي بیرغ پورته شو.
د مراسمو په دویمه برخه کې د کاناډا لپاره د افغانستان سفیر حسن سروش او د بشري حقونو کمېسیون مخکنۍ غړې شنبم صالحي لنډې خبرې وکړې.
حسن سروش په خپله وینا کې وویل چې د افغانستان خلک که څه هم په تېرو دوو کلونو کې ډېرې ستونزې وګاللې خو د افغانستان د ازادۍ ورځ ورته تاریخي ارزښت لري او هغه نمانځي.
دغه راز د بشري حقونو کمېسیون مخکنۍ غړې شنبم صالحي وویل، له سیاسي تحول وروسته نړی ته د افغانستان ناسم تصویر وړاندې شوی نو په کار ده چې بهرمېشتې افغانان بهرنیانو ته د افغانستان د خلکو متفاوت تصویر وړاندې کړي.
هغې زیاته کړه، په کاناډا کې افغانان په خپلې پياوړې ارادې سره د يووالي او همکارۍ يوه مثبت چاپېريال جوړولو هڅه کوي څو تر خپل منځ په مینه او يووالي کې ژوند وکړي او د خپلو تجربو او امکاناتو په شریکولو سره یو د بل لاس ونیسي.
د صالحي په خبره چې دغه کار به په کاناډا کې د افغانانو راتلونکي نسل لپاره ښې پایلې ولري او د یوې فعالې او پیاوړې افغاني ټولنې جوړېدو لامل به شي.
Views: 11