د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بنديانو په چارو کې د امريکا متحده ايالتونو د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بوايلر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په ګډون د امریکا متحده ایالتونو یو پلاوی کابل ته راغلی دی. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي نن له یاد پلاوي سره لیدلي دي.
خبرپاڼه کاږي، په دغه لیدنه کې د افغانستان او امریکا پر دوو اړخيزو اړيکو، د بنديانو په خلاصون او په امريکا کې افغانانو ته د کونسلي خدماتو وړاندې کولو په اړه خبرې وشوې.
متقي کابل ته د یاد پلاوي راتګ په دوه اړخيزو اړيکو کې ښه پرمختګ بللی دی.
هغه ویلي چې دوی د خپل متوازن بهرني سياست په رڼا کې ټولو لورو سره مثبتې اړيکې غواړي او دا مهمه ده چې افغانستان او امریکا پر دې وتوانېږي چې مسئلې د خبرو له لارې حل کړي.
متقي همداراز زیاته کړې، په کار ده چې دواړه هېوادونه د شل کلنې جګړې له اغېزو راووځي او يو بل سره سياسي او اقتصادي مثبتې اړيکې ولري.
د خبرپاڼې په حواله، د بنديانو په چارو کې د امريکا د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بوايلر د افغانستان او امريکا ترمنځ د بنديانو برخه کې پرمختګ د باورجوړونې پر لور ښه ګام بللی دی.
ده همداراز په افغانستان کې د نشهيي توکو پر خلاف او د امنيت د ټينګښت پر لور اقدامات د ستاينېوړ یاد کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، «دواړه هېوادونه تاريخي اړيکې لري چې ځينو پړاوونو کې ستونزې هم وې خو اوس مهمه دا ده چې راتلونکي ته وګورو.»
بوايلر د دواړو لورو ترمنځ د خبرو پر دوام ټينګار کړی او د خبرو له لارې يې د اړيکو تقويت مهم و بللی دی.
د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سياسي چارو او بهرنیو اړیکو کمېټي مشر او د ننګرهار پخواني والي شاه محمود مېاخېل د خلیلزاد د سفر په اړه په یوه تبصیره کې ویلي چې کابل ته د زلمی خلیلزاد په ورتګ سره، هغه به هم خاص پیغامونه طالبانو او هم د طالبانو مخالفو مسلحو ډلو او د افغانستان ګاونډیانو ته ولري.
هغه وايي: «زما په اند، طالبانو ته به پیغام داوي چې د دوی د حکومتولې دا موجوده طریقه نه چلیږي باید مثبت تغیر رامنځته شي چې ټول افغانان په افغانستان کې د ژوند، کار او سیاست حق ولري. د ښځو په وړاندې د تعلیم او کار دروازې باید پرانیستل شي او مسلحو مقاومتیانو او ځینو سیاسي ډلو ته چې هر چیرته غومبر وهي، پیغام دا وي چې ستاسي مخ او څټ معلوم نه دی. څوک د ایران د استخباراتو سره ګورې، څوک د پاکستان ای اس ای سره غونډې لرې او څوک مسکو کې د پوتین سره ناستې. او یا په افغانستان کې د امریکا د قواو د موجودیت په وخت کې ځینو د دوی په ضد، د افغانستان او ایران تر منځ د ستراتیژیک تړون لپاره هلې ځلې کولې. ټول ځانونه پیژني چې څوک یادوم.
دوی ته به پیغام دا وي چې مخکې هم موږ درباندې غولیدلي یو او پوهیدلو چې ناست د مونږ سره وې او غومبر مو په تهران، اسلام اباد، مسکو او بیجنګ کې وهه. نورې د جنګ سندرې کار نه ورکوي.»
میاخېل ويلي چې د زلمي خلیلزاد سفر پاکستان او ایران ته به هم مهم پیغامونه ولري، پاکستان ته ښايي پیغام دا وي چې اوس موږ ستاسي پروژې نه سپورټ کوو ځکه دوی په خپله مستقیمې اړیکې د طالبانو سره لري. که ځان مو لږ وخوځوه نو ټي ټي پي او د بلوچانو د ازادې حرکت ستاسي چاره کولې شي او ایران ته ښايي پیغام دا و چې د اتومي سلاو پروګرام مو کنسل کړې که نه د نظام چپه کیدو ته منتظر اوسي.
میاخېل په خپل اټکل کې ويلي دي چې که دا ټول اټکلونه سم وخيزي او مثبت خواته تحول رامنځته شي، نو نوې کال به د افغانستان لپاره نوې مثبت زیرې راوړي خو که کومه خوا کله شخي وکړي، بیا خبره به د افغانانو لپاره ګلجانې، او افغانستان به د سیمې او نړیوالو رقابتونو میدان شي.
Views: 36