د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د بهرمېشتو افغانانو اقتصادي ستونزو ته په پام د پنځه کلن پاسپورټ محصول ۱۲۰، د لس کلن ۲۲۰ او د سټېکر له لارې یې کلنی محصول ۲۰ امریکایي ډالرو ته راکښته شو.
د بهرنیو چارو زوارت ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل پر خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په بهر کې د مېشتو افغانانو اقتصادي ستونزو ته په کتو, د في جلد ۵ کلن او ۱۰ کلن پاسپورټ محصول په ترتيب سره ۱۲۰ او ۲۲۰ امريکایي ډالر او د کلني تمديد سټېکر محصول ۲۰ امريکایي ډالرو ته راکښته شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې د پاسپورټونو محصول دا مهال څومره دی.
د تکل د معلوماتو له مخې، په بهرنیو استازوليو کې یاد حکم سر له سبا (د روانې زمري میاشتې له ۲۷ مې) د اجرا وړ دی.
Views: 33