ټورنټو کې یو شمېر مدني او د ښځو حقونو فعالان د اګسټ د ۱۵مې (طالبانو ته د افغانستان سپارلو ورځ) په درشل کې د اعتراض په توګه راټول شول.
هغوی په داسې حال کې چې د طالبانو سیاستونو، په ځانګړې توګه د افغانستان د ښځو د سخت وضعیت په تړاو یې شعارونه لېږدول، د دغه لوی ښار په زړه کې په پراخ حضور سره اعتراض وکړ.
دوی د «کار، زدهکړو، او ازادۍ» شعارونه ورکول او پر ښځو د طالبانو پر سیستماتیکو محدودیتونو یې نیوکه کوله.
له بلې خوا، دغو اعتراض کوونکو په یوه پرېکړهلیک کې د کاناډا له حکومت او نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره له تعامل ډډه وکړي او د دې ډلې حکومت دې پر رسمیت نه پېژي.
د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو له واکمنېدو راپه دېخوا یادې ډلې په پرله پسې فرمانون کې په بېلابېلو بڼو ښځې له لومړنیو حقونو او امتیازاتو بېبرخې کړې دي.
Views: 15