د پښتونخوا د مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر د وژل کېدو په اړه د افغانستان د تېر جمهوري نظام پرمهال د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ترڅنګ ګڼ شمېر کسانو سخت غبرګونونه ښودلي او د نوموړي وژنه یې تر ډېره د پاکستاني استخباراتي ادارې کار بللی دی.
مشهور دیني عالم مفتي محمد منیر شاکر د شنبې په ورځ (د کب ۲۵مه) د خیبر پښتونخوا په اورمړ سیمه کې جومات ته د ننوتلو پر مهال یوه ځای پرځای شوي ماین چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د مفتي منیر شاکر وژنې ته په اشارې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین لیکي: ((د حق غږونه به پرې شي خو ټيټ به نه شي.))
منظور احمد پښتین په خپلې فېسبوک پاڼې د نوموړي د وژنې په اړه لیکلي:( (د ظلم او جبر پر خلاف یو قوي غږ، ښاغلی مفتي منیر شاکر په شهادت ورسول شو. په دې پیښې واقعاً موږ ټول ملت ډېر غمجن یو.))
پښتین په دغه پوسټ کې د پښتنو مشرانو او ځوانانو د وژنو او مفتي منیر شاکر په تړاو لیکلي، چې د حق په برخه کې یې سرونه پرې شول، خو ټيټ نشول.
نوموړی زیاتوي: ((هغه وخت، چې د وخت حاکم به د رښتیا ویلو په سزا سرونه پرې کول، په هماغه وختونو کې د پښتنو مشرانو او ځوانانو د هر ډول مزاحمتي وسیلو د نشتون باوجود، د حق او رښتیا غږ په جرأت پورته کاوه او مبارزه یې کوله.))
د منظور پښتین سربېره د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح د مفتي منیر شاکر د وژنې په تړاو ویلي، چې نوموړی د پاکستان په کورني او بهرني سیاست د نیوکو له امله وژل شوی دی.
د نوموړي په وینا، منیر شاکر دعوه کوله چې د پاکستان سیاست کې د دیني مدرسو له سیسټم کار اخیستل شوی دی.
امر الله صالح د نوموړي په اړه په اېکس کې لیکي: ((موږ هېڅکله یو بل سره نه وو لیدلي، خو یو بل مو له دوو لسیزو راهیسې پېژندل، ځکه چې موږ لومړی ځل په ۲۰۰۵ کال کې له هغه سره د یوې اېف اېم راډيو د نشراتو له امله اشنا شو.))
صالح په دغه ټوېټ کې د مفتي منیر شاکر په اړه ویلي، چې نوموړی یو سیمه ییز عالم وو خو ډېر ژر یې په قوم کې شهرت پېدا کړ او قامي مسایلو باندې یې بحثونه شروع کړل.
د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال په دغه ټوېټ کې د مفتي شاکر د وژنې په تړاو لیکلي: ((هغه په دې اړه قوي نظرونه درلودل چې څنګه د پاکستان استخباراتي ادارو د کورني سیاست د کنټرول او بهرنۍ پالیسۍ د طرحې لپاره د دیني مدرسو سیسټم کارولی. دې زړور وضاحت احتمالاً د هغه ژوند واخیست. موږ هڅه وکړه چې د هغه او د هغه د سیال پیر سیف الرحمن په نوم چې په اصل کې د کندوز ولایت اوسیدونکی دی، ترمنځ سوله وکړو.))
د افغانستان جمهوري نظام پرمهال د ملي امنیت پخواني رئیس رحمتالله نبیل د مفتي منیر شاکر د وژل کېدو په غبرګون وایي: ((هغه له دین څخه د ناوړې استفادې پر خلاف غږ پورته کړی و.))
نوموړي د مفتي شاکر وژل کېدل د دیني ټولنې لپاره ستره ضایعه بللې ده.
نبیل په خپل اېکس کې لیکلي: ((د مفتی منیر شاکر شهادت د دینی ټولنې لپاره یوه ستره ضایعه ده. هغه د دین څخه د ناوړې استفادې پر خلاف غږ پورته کړی و. الله تعالی دې مرحوم ته مغفرت، او خپلوانو ته د زړه صبر ورکړي.))
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو مشر جنرال سمیع سادات د مفتي منیر شاکر د وژل کېدو په غبرګون ویلي، چې نوموړی د افراطي ملایانو له خوا وژل شوی دی.
د نوموړي په خبره: ((تر څو چې افراطي ملایان په ټولنه کې وي، هېڅ هستي او افتخار نه راپاتې کېږي.))
د افغانستان د تېر جمهوري نظام یو بل لوړ پوړوي چارواکي او د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل د مفتي منیر شاکر په وژنه د پاکستان حکومت تورن کړی او ویلي یې دي، چې د خېبر پښتونخوا ولسونه د پاکستان د ظلم لاندې د افراط او تفریط له امله وژل کېږي.
شاه محمود میاخېل په خپل اېکس کې د مفتي منیر شاکر د مړینې په اړه لیکلي: ((یا به د ظلم مقابله کوي او یا به ظلم تاییدوي او د پاکستان د استبلیشمنټ راج او د ظلم لاندې شپې او ورځې تېروي. د خیبر پښتونخوا ولسونه، مشران او علماء د همدغه افراط او تفریط لاندې د مرګ سره لوبې کوي.))
میاخېل لیکي، هغه اور چې پاکستان په سیمه کې بل کړی او فکر کوي چې په مرګ، تهدید او زور به امن راولي مشکله ده.
نوموړی زیاتوي، چې روانو حالاتو ته په کتو سره به په دغه سیمه کې ورځ تر بلې وضعیت نور هم خرابېږي.
د مفتي منیر شاکر وژلو ته د غبرګونو په دوام د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني د شاکر په مړینه خواشیني ښودلې او د پاکستان استخباراتي اداره (ای اېس ای) یې د نوموړي په وژنه تورنه کړې.
نوموړي همدا زار ویلي، چې منیر شاکر د خرافاتو پر ضد کلکه مبارزه وکړه او د ملایانو دوکانداري یې خرابه کړه.
عبدالباري جهاني په خپله فېسبوک پاڼه کې د مفتي منیر شاکر په اړه لیکلي: « ما په ټول اوږده ژوند کي مي د مفتي منیر شاکر په څېر هر اړخیز دیني عالم او زړه ور او خوله ور انسان نه وو لیدلی. زړه ته مي نه لویږي چي زما په باقي پاته ژوند کي دي بیا د هغه په څېر زړه ور دیني عالم ووینم او فکر نه کوم چي د پښتنو بدبخته قوم دي بیا په ډېرو زمانو کي داسي خوله ور او زړه ور انسان وویني.))
جهاني ویلي دی،مفتي منیر شاکر د خُرافاتو، پیرانو او تاجرو ملایانو، چي نن ورځ یې بازار ډېر تود دی، داسي دښمن وو چي هغوی یې د زغملو حوصله نه درلوده او باید چي حوصله یې نه درلودلای. هغه د مُلایانو له خولې ناروا پیسې راګرځولې. هغه د پیرانو لنګرونو ته تاوان رساوه. هغه خلک د اسلام د دین واقعی او حقیقی مفهوم او مطلب ته متوجه کول.
جهاني په پای کې لیکي: ((شهید مفتي منیر شاکر د لر او بر پښتنو ګډ رهبر وو. د آی ایس آی او د دې منحوسي جاسوسي شبکې په زرګونو مزدورو او تالۍ څټو مُلایانو د هغه په پاکه وینه لاسونه سره کړل. هغه زړه ور شهید په خپله هم د خپل شهادت وړاندوینه کړې وه خو د خواشینۍ ځای دا دی چي نور د هغه ځای داسي تش شو چي په پنځوس کاله نور به یې هم څوک ډک نه کړي. حق متعال دي د هغه قاتلان او ټول هغه کسان چي د هغه په شهادت خوشاله شوي وي په سزا ورسوي.))
Views: 17