د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد ساحلي فوټبال ملي لوبډله سعودي عربستان ته له ماتې ورکولو وروسته، نن د جاپان له لوبډلې سره خپله دویمه دوستانه لوبه ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله نن د جاپان لوبډلې سره دوستانه لوبه لري.

سرچینې ویلي، د افغانستان او جاپان لوبډلو ترمنځ لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په درې‌نیمې بجې ترسره کېږي.

افغان لوبډلې پرون په لومړۍ دوستانه لوبه کې سعودي عربستان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه د کب په ۲۰مه ټایلېنډ ته تللې او هلته یادو سیالیو ته د ښه چمتووالي په موخه تمریني کمپ ترسره کوي.

د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په C ګروپ کې له ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا له لوبډلو سره لوبېږي.

دغه راز، په A ګروپ کې ټایلېند، کویت، لبنان او هند، په B ګروپ کې جاپان، چین، سعودي عربستان او عراق او په D ګروپ کې عمان، بحرین، مالیزیا او ویتنام شامل دي.

د یادو ۱۶ ګډون‌کوونکو ټیمونو له ډلې به درې ټیمونه د ۲۰۲۵ نړۍوال جام ته لار ومومي.

د یادونې ده، د ۲۰۲۵ کال د ساحلي فوټبال اسیا جام سیالۍ به د روانې مارچ میاشتې په ۲۰مه په ټایلېنډ کې پیل شي.

 

Views: 7