ښکاري چې لر او بر پښتانه د خپل ټول تاریخ له خورا حساس پړاوه تيريږي؛ د ژورو سیاسي، امنیتي، اقتصادي، فرهنګي او رسنیزو بدلونونو په دغه پېر کې د کوزو پښتنو هر څه له یرغل سره مخ دي، خو د ډېرو په باور ښه خبره دا ده چې لر پښتانه په تېره یوه پېړۍ کې نن تر بل هر وخت د خپل راتلونکي په اړه ډېر فکر او جد و جهد کوي.
د پاکستان له پوځ او د پنجاب له سیاستونو یې ګیلې د نیوکو او مبارزې تر کچې رسېدلې او له پاکستاني حکومته د پښتنو نارضایتي اوس د یوه پراخ سیاست بڼه غوره کړې ده او دغه راز په دې وروستیو کې تاریخي وزیرستان یو ځل بیا د کوزو پښتنو د غږ او مبارزې پر مورچل بدل شوی دی.
«ثبات خپرونه» کې نن پر همدې موضوع د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له ایالتي مرستیال، د پښتونخوا اسمبلۍ کې د وزیرستان له پخواني استازي میرکلام وزیر سره چې د پښتونژغورنې غورځنګ له بنسټ اېښودونکو دی، بحث لرو چې پام مو ورته را اړوو.
Views: 3