د راپورونو پر بنسټ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره لیدلي دي.

پژواک راپور ورکړی چې د دواړو هېوادونو مشرانو د سعودي عربستان په جده ښار کې لیدلي دي.

د راپور له مخې، د سعودي عربستان وليعهد په دې لیدنه کې په اوکراین کې د کړکېچ د حل او سولې ته د رسېدو لپاره له نړۍوالو هڅو د سعودي پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

سرچینې لیکلي چې په دې ناسته کې دواړه لوري په اوکراین کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره پر روانو هڅو غږېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم سعودي عربستان ته د مارکو روبیو د سفر په اړه خبر ورکړی و.

سرچینی ویلي وو چې د امریکا بهرنیو چار وزیر مارک روبیو به په اوکراین او روسیه کې د جګړې پای ته رسېدو په تړاو د ډونالډ ټرمپ د موخې د تعقیب لپاره له خپلو اوکرایني سیالانو سره د خبرو په موخه د روانې مارچ میاشتې له ۱۰مې تر ۱۲مې جدې ته سفر وکړي.

په همدې حال کې، زلینسکي ویلي چې له امریکايي چارواکو سره به د سه‌شنبې ورځې په مذکراتو کې ګډون ونه کړي او د اوکراین په پلاوي کې د دغه هېواد د دفاع او بهرنیو چارو وزیران، لوی درستیز او یو بل لوړپوړی پوځي چارواکی شامل دي.

 

Views: 0