د امریکا متحده ایالتونو په پنسلوانیا کې ځايي چارواکو اعلان کړی چې د دغه ایالت په لنکسټر ښار کې د بوډاګانو پالنې له یوه مرکز سره نږدې یوه الوتکه چې پنځه کسان په‌کې سپاره وو، لوېدلې ده.

د پژواک د راپور له مخې، یاده الوتکه پرون (یکشنبه) وروسته له غرمې لوېدلې، سپاره کسان یې ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

راپور کې راغلي چې د یادې پېښې په پایله کې ۱۲ موټر هم زیانمن شوي دي.

چارواکو زیاته کړې چې د بوډاګانو پالنې ودانۍ ته هيڅ زیان نه دی اوښتی او مرګ‌ژوبله هم نه لري.

ورته مهال، د فدرال هوايي چلند ادارې اعلان کړی چې یاده پېښه به وڅېړل شي.

Views: 4