د ښځو نړۍواله ورځ؛ کاناډا کې د افغان ښځو له حقونو د ملاتړ په موخه اعتراضي غونډه

مارچ 10, 2025

د مارچ اتمه چې د ښځو نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي، د کاناډا په ټورنټو ښار کې مېشتو افغانانو د اعتراض په بڼه ونمانځله او لاریون یې ترسره کړ.

هغوی د افغان ښځو پر حقونو د محدودیتونو، د هغوی پر وړاندې د زده‌کړو د بندیز او تاوتریخوالي پر ضد شعارونه ورکول.

په دې غونډه کې د بشري حقونو فعالانو، یو شمېر ښځو او نارینه وو ګډون کړی و چې په خپلو ویناوو کې یې د افغان ښځو پر وړاندې روان محدودیتونه وغندل او هغوی ته یې د اساسي انساني حقونو غوښتنه کوله.

اعتراض‌کوونکو د افغان ښځو کیسه په داسې احساساتي ویناوو سره بیانوله چې د خلکو پام یې ځان ته ور اړولی و.

د بشري حقونو فعالانو چې د غونډې ویناوال وو، طالبانو ته په خطاب کې وویل چې افغانستان ولس یې انحصار کړی او د خلکو اساسي حقوق یې تر پښو لاندې کړي دي.

د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز یوازې یو تعلیمي بحران نه، بلکې یو بشري ناورین دی؛ هغوی غوښتنه وکړه چې نجونو ته دې ژر تر ژره د زده‌کړو حق ورکړل شي، څو افغانستان له جهالت، فقر او وروسته پاتې‌والي وژغورل شي.

د غوندې ویناوالو د شعارونو، احساساتي ویناوو، او تمثیلي حرکتونو له لارې د افغان ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی وغانده او له نړۍوالو بنسټونو یې وغوښتل چې د افغانستان روان بحران ته متوجه شي او په اړه یې جدي اقدامات وکړي.

Views: 3