د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې ځینو افغان کډوالو ته د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مې وخت ورکړی څو دغه هېواد پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي.
د پاکستان حکومت تېره ورځ دغه هېواد کې د ایسيسي کارت لرونکو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی که د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مې افغانستان ته ستانه نه شي، د شړلو له خطر سره به مخ شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان تابعیت یا (ACC) کارتلرونکي افغانان دې په راتلونکو درېیو اوونیو کې له دغه هېواده ووځي، کنه د را روانې اپریل میاشتې په لومړۍ به یې د ایستلو لړۍ پیل شي.
د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په دې اړه پژواک ته وویل: «زموږ له ټولو کوربه هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان هېواد څخه غوښتنه دا ده چې دوی باید له کډوالو سره نور هم له زغم او صبر څخه کار واخلي.»
دی وايي، د کډوالو موضوع دوه اړخیزه موضوع ده او په اړه یې یو طرفه پرېکړه د دواړه هېوادونو په ګټه نه ده.
هغه زیاته کړه: «د دې لپاره باید دوه اړخیزه ناستې وشي، یو میکانیزم رامنځته شي او د هغه میکانیزم له مخې باید افغانان په باعزته توګه باندې هېواد ته راولېږدول شي.»
حقاني پاکستان کې له مېشت افغانانو وغوښتل چې باید په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، اوسمهال پاکستان کې ۳،۲ میلیون قانوني او غیرقانوني کډوال ژوند کوي.
دا په داسې حال کې چې په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ یو تړون لاسلیک شو چې له مخې یې، ۸۴۰ زره افغانانو د ایسيسي یا د افغان کډوالو د پېژندنې کارتونه ترلاسه کړل.
Views: 9