بلو مونټین یا د کاناډا شین غر: د ژمي له واورو د اوړي تر زرغونتیا

مارچ 5, 2025

شین غر (Blue Mountain) هغه ځای چې هر موسم یې یو داستان لري، د کاناډا په انټاریو کې د ګرځندویۍ لپاره یوه له تر ټولو په زړه‌پورې سیمه ده.

شین غر د ۴۲ سکې مسیرونو او ۱۶ لېږدوونکو وسیلو، د سنو بورډ او ټیوبونو په وسیله د یخمالک پهڅېر لوبو په درلودو سره په ژمي کې د انټاریو د سکې لوبې یوه له لویو ساحو ده چې سیلانیان ترې له تجربو او په زړه‌پورې خاطرو ډکې ځولۍ راوړي؛ خو د پسرلي او اوړي په راتګ سره دغه ځای ځان ته بېله بڼه خپلوي؛ د طبیعت په زړه کې پلې او د بایسکېل لارې، د جورجین خلیج ښکلې منظرې او اوبیزې لوبې لکه په کښتیو کې سپرېدل او لامبو وهل یاده ساحه د طبیعت میینانو لپاره د جنت په شان ګرځولې ده.

د یادې سیمې په زړه کې د شین غر کلی دی؛ هغه ځای چې د لوکسو هوټلونو، کافي‌شاپونو، رسټورانټونو او ځايي بازارګوټو په درلودو سره ستاسو سفر پر یوه بې‌سارې او په زړه‌پورې خاطرهبدلوي.

که د یوه نه هېرېدونکي سفر په لټه کې یاست، نو «نړۍ د وصال له کړکۍ» خپرونه وګورئ!

 

Views: 7