د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم سیمه کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د پژواک خبریال وليمحمد شینواری او یو بل خبریال ټپيان شوي دي.
ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته په داسې حال کې رامنځته شوې چې ځينې خبریالان د تورخم نښتې د خبري پوښښ لپاره یادې سیمې ته تللي وو.
د سرچینې په وینا، د پژواک او یوې بلې رسنۍ خبریالان ټپیان شوي او امنیتي ځواکونو له لوري روغتونو ته لیږدول شوي دي.
په خواله رسنیو ځینو کسانو لیکلي چې دویم ټپي شوی خبریال (عزیزالحسن نعماني) د حریت راډیو خبریال دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوسمهال (له غرمې وروسته درې نیمې بجې) هم په سیمه کې د ډزوغږونه اورېدل کېږي.
دغهراز، په سیمه کې د شمشاد ټلوېزیون خبریال هدایت شاه هدایت وايي چې دی هم په یاده سیمه کې دی او د نښتې له امله هلته بند پاتې دی.
هغه وویل، دا ګنګوسې ناسمې دې چې ګواکې ټپي شوی.
Views: 12