کاناډا کې «د افغانستان قومونه، ژبې او فرهنګ» تر سرلیک لاندې شپږم علمي سیمینار د پوهنې وزارت پخواني معین او سرپرست ډاکټر محمدابراهیم شینواري وړاندې کړ، د افغانستان د خلکو ترمنځ پر مشترکاتو، د هغوی ترمنځ پر سولهییز ژوند، تفاهم او درناوي بحث وشو.
دغه راز، د ځینو ډلو له خوا په سیاسي معاملو کې له قوم، ژبې او سمت څخه د وسیلې په توګه کار اخیستل او د ځوانانو له احساساتو د تعصب او کرکې خپرولو لپاره ناوړه استفاده نور هغه موضوعات وو چې په دغه سیمینار کې خبرې پرې وشوې.
د سیمینار په لړ کې دې پوښتنې ته چې ایا افغانستان رښتیا هم نجیب او غیرنجیب قومونه او یا ښه او بد فرهنګونه لري او کنه؟ هم ځواب وویل شو او په اخر کې د هېواد د ښېرازۍ لپاره د خلکو پر یووالي ټینګار وشو.
کاناډا – افغانستان بنسټ (Canada – Afghanistan Foundation- CAF) او وصال ټلوېزیون له ځوان او روڼ انده افغان نسل سره د افغانستان او نړۍ د مهمو علمي موضوعاتو او معلوماتو شریکولو علمي سیمینارونه جوړوي.
Views: 5