د افغانستان د آزادو سیالیو لوبغاړي نصرت حقپرست خپل ارجنټایني سیال استبان ریبویچ ته ماتې ورکړه.
دغه سیالي نن یکشنبه سهار په «یواېفسي» سازمان کې ترسره شوې ده.
دغه راز، د (UFC) سازمان هم نن پر خپلهاېکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې په کې نصرت حقپرست خپل ارجنټایني سیال ته ماتې ورکوي.
حقپرست، چې تر دې دمه یې ۱۸ بریاوې او ۵ ماتې ثبت کړې دي، له دې مخکې د ۲۰۲۴ کال په جنوري میاشت کې خپل امریکایي سیال ته هم ماتې ورکړې وه.
Views: 6