د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان ابدالیان (د افغانستان الف کرکټ لوبډله) د روان کال په اپرېل میاشت کې د سریلانکا او ایرلنډ الف لوبډلو پر وړاندې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه سیالۍ به د اپرېل میاشتې په ۷مه د افغانستان په کوربهتوب په متحده عربي اماراتو کې پیل شي چې د مې میاشتې تر دویمې نېټې پورې به یې په ترڅ کې ۷ یو ورځنۍ او دوه څلور ورځنۍ سیالۍ ترسره شي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د دې لوبلړۍ پیل کې به د افغان ابدالیان او ایرلنډ الف لوبډلو ترمنځ څلور ورځنۍ لوبه وشي چې د اپرېل له ۷مې تر ۱۰مې به د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې ترسره شي.
سرچینه زیاتوي چې د لومړۍ څلور ورځنۍ لوبې له پای ته رسېدو وروسته به د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ پیل شي چې په لومړۍ لوبه کې به د سریلانکا الف لوبډله د ایرلنډ د الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د دې درې اړخیزې لوبلړۍ یو ورځنیو سیالیو کې به هره لوبډله د بلې پر وړاندې دوه لوبې ترسره کړي چې د لومړي پړاو دوه مخکښې لوبډلې به د اپرېل په ۲۵مه نېټه پایلوبې ته لاره ومومي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د درې اړخیزې لوبلړۍ په پای کې به افغان لوبډله د اپرېل په ۲۹مه د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې خپله دویمه څلور ورځنۍ لوبه پیل کړي چې د مې میاشتې تر دویمې به د ابوظبي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان ویلي: «افغان ابدالیان لوبډلې تېر کال د ځوانانو د اسیا جام سیالیو اتلولي خپله کړه چې ډېره ستره لاستهراوړنه ده، موږ د الف لوبډلې پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه لرو؛ ځکه چې دغه لوبډله زموږ د ملي لوبډلې لپاره د قوي پشتوانې حیثیت لري؛ په تېرو دوو یا درېیو کلونو کې مو د الف لوبډلې لپاره ګڼ شمېر نړۍوال سفرونه او سیالۍ برابرې کړې چې پر مټ مو یې د لوبې د ټولو بڼو لپاره ډېر وړ لوبغاړي وموندل.»
نوموړي دغه راز زیاته کړې چې د ایرلنډ او سریلانکا الف لوبډلو پر وړاندې دغه سیالۍ به د افغان ځوانو لوبغاړو لپاره یوه بله زرینه موقع وي، څو په نړۍواله کچه خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي او خپل مهارتونه لا ډېر کړي.
نصیب خان وایي: «زموږ یو هدف دا هم دی چې له دغو سیالیو اوږده فارمټ ته غوره لوبغاړي ومومو، څو کله چې یاد لوبغاړي ملي لوبډلې ته لار مومي، له هیڅ ډول ستونزې، نوي حالت یا فشار سره مخ نه شي او په خورا غوره ډول د هېواد استازیتوب وکړي.»
Views: 10