د عطامحمد نور، استاد سیاف او محقق وروستیو څرګندونو د طالبانو د وسله والو مخالفینو تله نوره هم سپکه کړه او داسې ښکاري چې د جګړې له لارې د افغانستان د مسلې پر حل باور په کمیدو دی. د طالبانو مخالفین په پنځو برخو ویشل شوي دي:
- – یوه یې وسله وال مخالفت ته لیواله دي لکه احمد مسعود، امرالله صالح، دوستم، یاسین ضیا، نبیل او جنرال سادات.
- -دویمه ډله یې چې نسبتا اغیزمنه بلل کیږي له طالبانو سره جوړ جاړي ته د رسیدو لپاره د مخالفت په اړخ کې پراته دي لکه استاد سیاف، عطا نور، محقق، خلیلي، صلاح الدین رباني، قانوني د شمالي شورا او حضرت علي.
- -درېیمه ډله مخالفین یې چې په کور دننه ژورې ریښې نه لري تر ډېره په بهرنیو هیوادونو کې سرګردانه ناستې جوړوي، پر رسنیو یې شور چوړ وي او رسنیزه مبارزه ورته جګړه ښکاري، لکه سپنتا، فوزیه کوفي، پدرام، یو شمیر پخواني والیان او د مدني ټولنو ځینې پخواني غړي
- -څلورمه ډله یې د ولسمشر اشرف غني نژدې ملګري دي چې جګړه ردوي او د داسې حل لارې په لټه کې دي چې د افغانستان سالمیت او ټیکاو ته صدمه ونه رسیږي او د افغاني شعور د لوړیدو او خبرو له لارې تلپاتې حل لارې رامنځ ته شي چې واقعیتونو ته په کتو تر ډیره یوې ایډیال حالت بلل کیږي. په دوی کې خینې د افغانستان دننه او ځینې بهر دي او د داسې ښکاري چې د دوی ستراتیژیک صبر دوام لري.
- -یوه بله ډله چې ترټولو ډیره لویه او اغیزمنه ښکاري او پنځمه یې بللی شو هغه د افغانستان دننه له امارت څخه ناراضه خلک او سیاستوال دي لکه حکمتیار، کرزی او عبدالله چې نه پوره مخالفت کولی شي یا یې کوي او نه د امارت پلويتوب.
اوس داسې ښکاري چې د طالبانو پر وړاندې نظامي مبارزې ته ترډیره هغه شمیر ځوانان لیواله دي چې د احمد مسعود، امرالله صالح، دوستم، یاسین ضیا، جنرال سمیع او رحمت الله نبیل لخوا تنظیم او پرمخ وړل کیږي چې ډېره تمه یې له بهره ملاتړ ته وه او ده. په دوی کې جنرال سادات د امریکا د ننه په هڅو بوخت دی او هیله یې داده چې د ملاتړ یوه لاره به پیدا کړي او احمد مسعود د اروپایانو د ملاتړ او چکچکو د غږ په لټه کې دی. په دوی کې د دوستم بخت ډیر کوټه دی او هغو هیوادونو پرې حلقه تنګه کړې چې ده، نه یوازې د اوسیدو بلکې د ملاتړ تمه ترې لرله لکه ترکیه او اربیکستان.
د دغو افرادو چې له وسله والې لارې د طالبانو د راپرځولو خوبونه ویني اوس تمه پاکستان ته زیاته شوې او داسې خبرونه ورکول کیږي چې پاکستان د طالبانو د وسله والو مخالفینو د محور د پراختیا هڅې پیل کړي او په ترکیه کې میشت یوشمیر هغه سیاستوال یې هم پر جنګي محور ور ټولیدو ته هڅولي، خو د عطا محمد نور وروستۍ څرګندونې لکه چې طالبانو ته په خپلو خبرو کې دا پیغام ور کړ چې د اوس لپاره د دوی حل لاره پر خبرو ولاړه ده.
طالبان بیا د خپلو مخالفینو لپاره د جمهوریت تجربه تکراروي، د افغانستان کړکیچ حل بولي، مخالفینو ته په ارزښت نه دي قایل، د خپلې مقابلې جوګه یې نه بولي او د ټیټې کچې یو کمیسیون یې ټاکلی چې که څوک یوازې د ژوند کولو لپاره ور ستنیږي له هغه کمیسیون څخه دې د معافیت کارتونه ترلاسه کړي.
ډیر سیاسي مخور مخالفین دغه ډول چاره ځان ته سپکاوی ګڼي او باور دا دی چې که د طالبانو لخوا د مخالفو سیاستوالو د ور بللو لپاره یو مناسب سیستم جوړ شي چې د باعزته ستینیدو پر محور او په وطن کې د ناستې پاستې د ترسره کیدا اجازه ولري ممکن ډیر د بهر اوسیدو او سیاسي مخالفت پرتله په کور دننه د خپلو خلکو په منځ کې په بانډار جوړولو او د سیاسي نظر په څرګندولو خوښ وي.
خو ستونزه دا ده چې نه طالبان د فاجعې عمق درکوي او د حل له پرانیستو ساده لارو ګټه پورته کوي چې د واکمن حکومت په توګه یې دنده وه او نه دغه ډیر شمیر پخواني سیاستوال پر خپل عزت نفس پښه کیښودی شي او په کور دننه هغه ذلت منلو ته تیار دي چې د خبرو او تګ راتګ اجازه به هم له واکمنو اخلي.
د ولسمشر کرزي او عبدالله د سفري اجازو اخیستو دا مسله نوره هم مشکوکه کړې او یوشمیر وطن ته تلونکي لیوال سیاستوال یې هم په بهر کې پاته کیدو ته ژمن کړي دي.
Views: 35