د امریکا هاوایي ایالت په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۵۳ کسان مړه شوي دي.
هاوایي د امریکا لوېدیځ کې له کلفورنیا ایالته شاوخوا دوه زره کیلو متره لرې په اقیانوس سمندر کې له څو جزیرو جوړ ایالت دی.
له دغه ځنګلي اور سره هغه توپان هم مل دی چې د سه شنبې په ورځ په امریکا کې پيل شو او ډېرې سیمې یې وځپلې.
سرچینې زیاته کړې، دغو اورونو د سمندر غاړې ته د لاهاینا ښار هم ځپلی دی؛ چارواکي وايي چې دغه چټک خپرېدونکي اور ډېر خلک اړ کړل د ژوندي پاتې کېدو لپاره اوبو ته ځانونه وغورځوي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن دا «لوی کړکېچ» بللی او د ژغورنې د هڅو لپاره یې دغه ایالت ته د فدرال د مرستو اجازه ورکړې.
د سیمې خلک وايي، ډېرو مرستو ته اړتیا لري او ممکن د ښار بیارغول کلونه ونیسي.
د امریکا متحده ایالتونو د ساحلي ګارډ قوماندانۍ اجا کرکسي سياېناېن ته ویلي، د لومړنیو راپورونو له مخې، شاوخوا ۱۰۰ کسانو اوبو ته پناه وړې څو وژغورل شي.
نوموړې زیاته کړه، سیمې ته استول شوې الوتکې د لوګیو له کبله په سختۍ سره په ځمکه کې څه لیدلای شي، خو دا خبره یې وکړه چې د ساحلي ګارډ کښتیو شاوخوا ۵۰ کسان په اوبو کې ژغورلي او تر ۵۳ نور مړه شوي دي.
له هوا اخیستل شوو تصویرونو کې ښکاري چې د لاهاینا ټول ښار چې په نولسمې پېړۍ کې د هاوايي پاچاهۍ مرکز و، په اېرو بدل شوی دی.
چارواکي وايي، د ژغورنې پلټنې روانې دي او ښايي د مړو شمېر ډېر وي.
د مایو له ښاره هم زرګونه کسان په الوتکو کې انتقال شوي او د نورو د ایستلو لپاره هم پلان نیول شوی دی. د مایو ولسوال له سیلانیانو غوښتي چې «ژر تر ژره دې» ووځي او بسونه یې تنظیم کړي چې خلک له کورونو هوايي ډګر ته انتقال کړي.
Views: 20