د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې دوه برېتانویان، یو امریکایي‌‌الاصله چیني او یو افغان همکار یې نیول شوي دي.

۷۹ کلن پېټر رینولډز او د هغه ۷۵ کلنه برېټانوۍ مېرمن باربي په بامیان ولایت کې نیول شوي او اوس د کورنیو چارو په وزارت کې دي.

سرچینې زیاته کړې چې دې برېټانوي جوړې له ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې د زده‌کړو پروژې پلې کولې.

مفتي عبدالمتین قانع د جزئیاتو له ورکولو پرته پژواک ته وویل: «دوه برېټانویان چې افغاني پاسپورټونه او تابعیت هم لري، یو امریکایي‌الاصله چیني او یو افغان د ځینو ملاحظاتو پر بنسټ نیول شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.

Views: 3