د روسیې ولسمشر وايي چې مسکو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې په خبرو کې د اروپایي هېوادونو له ګډون سره مخالفت نه کوي او په خبره یې، د امریکا ولسمشر د روسیې او اوکراین له جګړې سره منطقي چلند کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسيې له دولتي ټلوېزیون سره مرکه کې وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې په خبرو کې به د اروپايي هېوادونو ګډون اړین وي خو مسکو لومړی غواړي له واشنګټن سره باور جوړ کړي.
دی وايي: «په دې اړه په تفصیل سره بحث نه دی شوی، موږ یوازې موافقه وکړه چې موږ به دې لور ته حرکت وکړو او په دې حالت کې البته موږ د اروپایي هېوادونو ګډون نه ردوو.»
هغه زیاته کړې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې او اوکراین له جګړې سره منطقي چلند کوي او احساساتي نه دی.
د روسیې ولسمشر همدارنګه زیاتوي، د جګړې پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه ممکن لا هم لرې وي او ممکن جګړه هغومره ژر پای ته ونه رسېږي لکه څنګه چې ټرمپ غواړي.
د پوتین په خبره، د اوکراین په څېر د پېچلو او جدي مسلو د حل لپاره مسکو او واشنګټن دواړه باید لومړی ګام پورته کړي.
دا په داسې حال ده چې تېره اونۍ روسیې او امریکا په سعودي عربستان کې د اوکراین جګړې پر سر لومړنۍ خبرې وکړې خو اوکراین او اروپایي متحدین یې خبرو ته نه وو وربلل شوي چې دا کار د هغوی له غبرګونونو سره مخ شو.
Views: 10