د راپورونو له مخې، په شمالي وزیرستان کې وسله‌والو پر یوه چک‌پاینټ برید کړی چې څلور امنیتي کسان په کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي، پرون دوشنبې د شمالي وزیرستان د سپین وام درویشتا سیمه کې وسله‌والو پر یوه چک‌پاینټ برید کړی چې څلور امنیتي ځواکونه په کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

راپور کې راغلي، تر برید وروسته د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ نښته شوې چې دواړو خواوو په کې سپکې او درنې وسلې کارولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې فبروري میاشتې په پنځمه نېټه هم د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالي کې وسله‌والو پر یوه چک‌پاینټ برید کړی و چې درې پولیس په‌کې وژل شوي وو او شپږ نور ټپیان وو.

Views: 7